ختیځ کې سیمه‌ییزې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کیدو ګواښ سره مخې دي

اطلاعات روز: د هېواد ختیځ زون کې سیمه‌ییزې رسنۍ له لوړې مالیې شکایت کوي او وایي که وضعیت همداسې دوام وکړي ښایي لسګونه رسنۍ خپل نشرات وتړي.

لغمان کې د یوې خصوصي رسنۍ د نشراتو مسوول ځوان انقلابي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له کلونو راهيسې په رسنيز ډګر کې فعاليت لري، خو په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو سره سره د لوړې مالیې د ورکړې له امله مجبور شوي چې خپل نشرات وتړي.

ځوان انقلابي زیاته کړه: «په لغمان کې زیاتره رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او کومې یې چې فعالیت کوي هغه هم د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي، ځکه لوړه مالیه او نور مصارف دومره زیات شوي چې رسنۍ نشي کولای، خپل لګښتونه خو لا څه چې آن د خپلو کارمندانو معاش هم نشی ورکولای، نو اندیښنه ډیره ده، که د رسنیو اقتصادي ستونزو ته پام ونشي ډیرې به وتړل شي.»

ننګرهار کې د یوې بلې خصوصي رسنۍ مسوول نوراحمد حضرتي هم د رسنیو اوسني ناوړه اقتصادي حالت اندیښمن کړی او وایي، په دې وروستیو کې د رسنیو د تړل کیدو له امله سلګونه ژورنالېستان بې روزګاره شوي او اوسمهال بې سرنوشته ګرځي.

نور احمد حضرتي زیاته کړه: «هره رسنۍ کې ګڼ شمیر ځوانانو ته دکار زمینه برابره شوې وه، خو له کله راهیسې چې یو شمیر رسنیو ننګرهار او نورو ختیځو ولایتونو کې فعالیت درلولی سلګونه ځوانان بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او اوسمهال بې روزګاره ګرځي، غوښتنه مو دا ده چې د رسنیو په برخه کې باید د طالبانو اوسنی نظام ځانګړی پآم وکړي او رسنۍ دې بیرته فعاله کړي.»

په همدې حال ننګرهار کې د سیمه ییزو رسنیو د اتحادیې مشر شفیق الله رحماني اطلاعات روز ته وویل، چې د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې شل« اف ام» راډیو ګانو فعالیت درلود، خو له څو میاشتو راهیسې یې لسو راډیوګانو خپل فعالیت درولی او کارمندان یې په کور شوی دي.

رحماني د رسنیو د فعالیت د دریدو لامل هم اقتصادي ستونزې یادوي او وایي، له دې وړاندې رسنیو د سوداګريزو اعلانونو په مټ خپلو کارمندانو او خبريالانو ته معاشونه ورکول.

شفیق الله رحماني زیاتوي: «په ننګرهار کې د طالبانو له راتګ وړاندې شل «اف ام» رادیوګانو فعالیت درلود خو په دې وروستیو کې له دغه شمیر رادیوګانو څخه نیمایي یعنې لس تړل شوي او پاتې نورې یې هم د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي، زمونږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې او طالبانو دا ده، چې له رسنیو سره دې په مالي برخه کې مرستې ډیرې شي څو دوی خپل فعالیت بیرته بیا پیل کړي.»

بل لور ته د رسنیو د ملاتړې ادارې هم اندیښنه لري.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشر حجت الله مجدي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، که د طالبانو اوسنی حکومت اونړیواله ټولنه په هیواد کې له رسنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته ونه کړي زیاتره رسنۍ به خپل فعالیت ودروي چې دا به د بیان ازادۍ ته لوی زیان وي.

حجت الله مجددي زیاته کړه: «که چیرې د رسنیو سره په مالي برخه کې مرستې ونشي نو زمونږ مالومات دا ښيې چې شاید له شپږمیاشتو وروسته زیاتره رسنۍ چې اوسمهال فعالیت کوي دوی هم خپل فعالیت ودروي، مونږ د رسنیو شته ستونزې له طالب چارواکو سره هم شریکې کړي او هم مو د نړیوالو بنسټونو سره خو تراوسه داسې کوم قناعت کوونکی ځواب نه دی راکړل شوی.»

په ورته مهال طالبانو بیا ویلي، چې دوی اطلاع رسونې او همداراز د رسنیو د فعاله ساتلو په برخه کې ژمن دي.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د افغانستان د رسنیو په اړه په یوې خپره کړې سروې کې ویلي، له هغه راهیسې چې طالبان پر دغه هېواد واکمن شوي، نږدې له درې سوو زیاتې رسنۍ تړل شوي او شاوخوا ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه