اطلاعات روز: ننګرهار ولايت کې د طالبانو ملي امنيت رياست ته د دغه ولايت د قومي مشرانو په منځګړتوب پنځوس داعش وسله وال تسليم شول او ژمنه يې وکړه چې نور به له دغې ډلې سره هېڅ ډول اړيکې نه پالي.
ننګرهار کې د طالبانو د ملي امنيت رييس ډاکټر بشير نن (یکشنبه، ۱۷ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، یادو وسله والو ته يې د طالبانو د مشر د حکم په اساس بښنه کړې او د قومي مشرانو په منځګړیتوب يې د ځينو شرایطو پر بنسټ د دوی تسليمي منلې ده.
د ملي امنیت رییس په وینا، داعشيانو ته يې په دې شرط بښنه کړې چې هغوی به تر دې وروسته هېڅ وسله وال فعاليت نه کوي، له داعش سره به اړيکه نه ساتي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې تسليم شويو وسله والو له دې وړاندې د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې د حکومت ضد وسله وال فعالیتونه کول
قومي مشران خوښ دي چې په منځګړيتوب يې د دوی د ولسوالیو یو شمېر داعش وسله والو ته طالبانو بښنه وکړه.
قومي مشران وایي، که په تسلیم شويو کسانو کې کوم يو له تسلیمۍ وروسته بیا ځلي داعش وسله والو سره یوځای شي کور به يې سوځول کیږي او له وطن نه به يې جلا وطن کوي.
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له پر افغانستان د دوی واکمنۍ راپه دیخوا تر دا مهاله ددې ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې څه باندې ۵۰۰ سوه تنه داعش وسله وال دوی ته تسلیم شوي دي.
