د یوناما استازي: نړیوال خیریه بنسټونه ولسي خلکو سره بشري مرستو ته هڅوو

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د سیمه ييز دفتر مسوولین وايي، د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو به ځینې نړیوال بنسټونه دې ته وهڅوي، چې په پکتیا او ورڅېرمه ولایتونو کې له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

په دغه زون کې د یوناما د دفتر مشرې میچیکو سوزکي د پکتیا ولایت د سیدکرم، احمدابا او د میرزکې ولسوالیو له اوسېدونکو سره په جوړه شوې غونډه کې ډاډ ورکړ، چې د اړمنو کورنیو ستونزو ته به پر وخت رسېدنه وشي.

سوزکی وویل: «مونږ دلته ستاسو د ستونزو اورېدو لپاره راغلي یو، مونږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې ټول نړیوال خیریه بنسټونه چې اوس مهال د بشري مرستو په رسولو برخه کې کار کوي، وهڅوو، تر څو خپلې مرستې لا ډېرې کړي، په دې برخه کې د یونیسیف او نړیوال غذايي پروګرام موسسې یادولی شو.»

په همدې حال کې بیا د دې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، لاهم په روغتیا، پوهنې او رغونې برخو کې له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

دوی د نړیوالو موسساتو په مالي ملاتړ له نوي حکومت د شته ستونزو هوارېدل غواړي.

د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحنان وویل، چې دوی ته د نړیوالو موسساتو له لوري په تېر نظام کې هم پام څومره چې لازمه وه، پام و نه شو ، نوموړی اوس په دې برخه کې له ملګرو ملتونو د شته ستونزو هوارېدل غواړي.

هغه وايي: «د میرزکې ولس د جګړو له امله ډېر وکړېده، مونږ هغه ستونزې چې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې برخو کې یې لرو، نو د حل غوښتنه یې کوو، ښوونځي مو تعمیر نه لري او تر شنه اسمان لاندې په کې ماشومان زده کړه کوي.»

د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحنان وویل، چې دوی ته د نړیوالو موسساتو له لوري په تېر نظام کې هم پام څومره چې لازمه وه، پام و نه شو ، نوموړی اوس په دې برخه کې له ملګرو ملتونو د شته ستونزو هوارېدل غواړي.

په جوړه شوې غونډه کې د سیدکرم ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمد شفیع  هم د ورته ستونزو یادونه وکړه او له نړیوالو موسساتو یې د حل غوښتنه وکړه، هغه وویل، په سیدکرم ولسوالۍ کې خلک ګڼو پراختیايي پروژو ته اړتیا لري، نوموړی په دې برخه کې په نړیوالو د نه همکاري نیوکه کوي او وايي: «هر کال دلته د موسساتو مسوولین راځي او هوايي ژمنې کوي، نن چې د یوناما استازي راغلي، هیله مو ترې دا دی، تر څو خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په سیدکرم ولسوالۍ کې پراختیايي پروژې پیل کړي.»

د پکتیا اوسېدونکي وايي، ملګري ملتونه دې په امریکا فشار راوړي، تر څو په نړیوال بانک کې د دوی کنګل شوې پیسې راخوشې کړي.

د دوی په وینا، که دغه پیسې نوي حکومت ته په واک کې  ورکړل شي، هیواد کې به شته اقتصادي ستونزې تر ډېره هوارې شي.

په دې اړه مولوی امیر محمد وویل: «نړیوالو تل مونږ په دې حالت کې ساتلي یو، چې بل ته لاس ونیسو، له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو مو دا غوښتنه ده، چې په امریکا فشار راوړي، تر څو هغوی زمونږ هغه پیسې راخوشي کړي، چې اوس مهال په نړیوال بانک کې یې راڅخه ایسارې کړې دي.»

له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، ځینو نړیوالو موسساتو په پکتیا کې له اړمنو کورنیو سره د بشري مرستو لړۍ هم پیل کړې، خو خلک کېدونکې مرستې کافي نه بولي او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه