په لومړي ځل د خوست موسی خېلو ته د چارواکو سفر؛ اوسېدونکي یې له دولته سخت ګیله من دي

اطلاعات روز: د خوست ولايت ملکي او نظامي چارواکو د جمهوريت له ټينګښت وروسته په لومړي ځل د دې ولايت موسی خېلو ولسوالي ته ولاړل او د ولسواليو له مسوولينو او خلکو سره يې وليدل.

په سفر کې د خوست والي تورنجنرال مهمند کټوازی، امنیه قوماندان پاسوال محمد داود امین، د ملي اردو، ملي امنيت او ځينې نور مسوولين هم ول.

دوی د موسی خېلو ولسوالي له امنیتي پوستو لیدنه وکړه او ځواکونه يې تجهیز او اکمال کړل، تر څو په خبره يې د ځينو پرمختيايي چارو لپاره حالات مساعد شي.

والي مهمند کټوازي له ولسوال ګلاب منګل او د ولسوالۍ له کارکوونکو د هغوی اړتياوې او ستونزې واورېدې او اړونده ادارو ته يې د جدي حل سپارښتنه وکړه، تر څو په ولسوالي کې خلکو ته لا زيات خدمتونه وړاندې شي.

منګل وويل: «دلته تر اوسه هغه ټول خدمات چې بايد ولسوالي يې وړاندې کړي، نه وړاندې کيږي؛ همدانګه د لارې، معارف او صحت په برخو کې مشکلات دي، هيله ده چې په دې اړه عملي کار وشي.»

د موسی خېلو اوسېدونکي د لوړ پوړو ولايتي چاوراکو په ورتګ خوښ دي او وايي چې دوی تل له دولت سره همکار پاتې شوي، خو برعکس د دولت لخوا ورته په پرمختيايي چارو کې پاملرنه نده شوې.

د دوی له ډلې قومي مشر حاجي رسول خان وويل چې دې ولسوالي ته غځېدلې لويه لاره ډېره خرابه او په سيمه کې د روغتیا په برخه کې لا ابتدایي چارو ته هم اړتيا ده.

خان وايي: «موږ دولت خپل بللی، خو دولت موږ ته د خپل چندان فکر ندی کړی، د والي صيب په راتلو موږ ډېر خوشاله او اميدوار شوي يو او بيا هم وايو چې بايد کارونه راته وکړي.»

د ځوانانو له ډلې نور بادشاه وويل چې په ولسوالي کې يې ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو اړتيا سربېره په کرنه او مخابراتي برخو کې هم زياتې ستونزې لري، چې بايد له شته امکاناتو په ګټه اخيستو حل شي.

بادشاه وويل: «دا لومړی ځل دی چې دلته دولتي چارواکي راځي، تر اوسه هېڅوک نه و، راغلي. دوی دا سيمه، د خلکو اخلاص او مشکلات په خپله وليدل او غوښتنه مو دا ده چې له موږ سره کړې وعدې پوره کړي.»

د خوست والي مهمند کټوازي له خلکو مننه وکړه چې د ولسوالي په ساتلو کې يې له سيمه ييزې ادارې سره همکاري کړې او ويې ويل چې تر دې وروسته به يادې سيمې ته زيات پام وکړي.

کټوازی وايي د بيارغونې په برخه کې ځينې پروژې پلې کولو ته چمتو دي او ژمنه يې وکړه چې چارې به يې پیل شي.

نوموړي زياته کړه: «موسی خېلو ولسوالي ته به ډېره توجه وشي، تر څو د سولې ولسوالي ونومول شي. سړک يې خراب دی، کار پرې کوو. د پلونو جوړولو لپاره مواد تيار شوي او کوشش دا دی چې ژر انتقال او کار يې شروع شي. نورې ادارې هم مکلفې دي چې خپلو برخو کې دلته عملي کار وکړي.»

موسی خېل د خوست نسبتا امن ولسوالي ده، چې خلک يې د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکار دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه