طالبانو د خوست رسنیو کې پر موسیقۍ بندیز ولګاوه

اطلاعات روز: خوست کې طالبانو د موسيقۍ په نشر بنديزلګولی. د محلي رسنيو مسوولين وايي، طالبانو ترې غوښتنه کړې، چې د راډيو ګانو له لارې د شريعت خلاف نشرات و نه کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو څه باندې پنځه مياشتې تېريږي، د ګڼو نورو بدلونونو سربېره يو هم په رسنيو کې د موسيقۍ په نشريدو بنديز لګول دي.

طالبانو تازه په خوست ولايت کې د محلي رسنيو له مسوولينو غوښتنه کړې، چې په خپلو نشراتو کې د موسيقۍ او هغو خپرونو له وړاندې کولو ډډه وکړي، چې د اسلام خلاف دي.

په دې ولايت کې د يوې محلي راډيو د نشراتو مسؤول، چې د امنيتي ستونزو له امله يې ځان په مستعار ډول نور محمد معرفي کاوه، اطلاعات روز ته وويل، چې دوی ته د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولينو لومړی ځل د توصيې په ډول سپارښتنه کړې وه، چې په خپلو نشراتو کې له موسيقۍ خپرولو ډډه وکړي.

خو د هغه په وينا چې له څو ورځو ځنډ وروسته اوس په جدي ډول ورته ويل شوي، چې موسيقي او نورې هغه خپرونې نشر نه کړي، چې د شريعت خلاف دي.

تېره ورځ د خوست ولايت د اطلاعات او کلتور رياست چارواکو د ياد ولايت د محلي رسنيو له مسوولينو سره ناسته کړې وه او ورڅخه يې غوښتنه کړې وه، چې خپلې خپرونې اسلامي او د ټولنې له کلتور سره برابر وړاندې کړي.

د دغه رياست له فيسبوک پاڼې څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور ريس شبير احمد عثماني د رسنيو مسوولينو ته د ډاډ ترڅنګ په اسلامي او معياري خپرونو ټينګار کړی دی. اوس مهال په خوست ولايت کې د ملي راډيو او ملي ټلويزيون په ګډون ۱۸ محلي رسنۍ فعاليت لري، چې له دې ډلې يې ۱۴ راډيو ګانې او څلور محلي ټلويزيونونه شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه