اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور ناسم وباله چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته، د مخکیني حکومت له ۱۰۰ ډېر امنیتي چارواکي او ځواکونه او هغه وګړي چې نړیوالو ځواکونو سره یې کار کاوه، وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې په دې اړه یې موثقې ادعاوې ترلاسه کړي چې دغه وژنې ثابتوي.
هغه راپور چې تېره یکشنبه (د سلواغې په ۱۰مه) د اسوشیټډپرس خبري اژانس لاس ته ورغلی، ګوترش ویلي چې د قربانیانو له «دوه پر درېیمې برخې ډېر» ادعا کېږي چې د طالبانو د ناقانونه وژنو او یا د دې ډلې تړلیو وګړو له امله دي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټوېټر د ملګرو ملتونو سازمان دغه راپور ناسم بللی او لیکلي یې دي چې: «له عفوې وروسته هیچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي، که د شخصي انتقام جویي له امله داسې کومه پیښه شوی وي، موږ یې پلټنه کړې او عاملین مو مجازات کړي دي.»
ګوترش دغه راز خپل راپور کې چې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته یې وړاندې کړی، ویلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتون سازمان ماموریت همدارنګه «داعش خراسان ډلې سره د تړاو په شک د لږ تر لږه ۵۰ ناقانونه وژنو ځینې معتبرې ادعاوې ترلاسه کړي دي.»
هغه زیاته کړې چې د بشر حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي هم «تر برید، ډار، زورونې، خپلسرو نیونو، بدچلند او قتل لاندې راغلي دي.»
