افغانستان نن د کرکټ نړیوال جام کې انګلستان سره د نیمه‌پایلوبې سیالي کوي

اطلاعات روز: د افغانستان ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د روانې نړیوالې اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې انګلستان سره مخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې فیسبوک‌پاڼې لیکلي چې دغه لوبه به نن (سه‌شنبه، د سلواغې په ۱۲مه) د افغانستان پر مهال ماښام ۵:۳۰ بجې وي.

دغه لوبه لکه د نورو لوبو په څېر هم د افغانستان ملي سپورټ له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

هغه وېډیو کې چې د کرکټ بورډ خپره کړې په کې افغان لوبغاړي انګلستان پر وړاندې له خپلو چمتووالو خبرې کوي. دوی ډاډ ورکوي چې دغه سیالي به ګټي او پایلوبې ته به لار مومي.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله په روان نړیوالو جام سیالیو کې سرېلانکا لوبډلې ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ورسېده.

دغه لوبه چې افغان کمکیو ځوانانو سرېلانکا لوبډلې ته یو ښه هدف نه و ټاکلی، د بریا چانس یې کم و خو د توپ اچوونکو په ښې توپ اچونې او د ډګر ساتونکو په ښې ډګر ساتنې سره دغه لوبه افغانستان په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې سرېلانکا ته د ۱۳۷ منډو هدف ورکړی و، خو د سرېلانکا وروستی لوبغاړی په ۴۷ اور کې وسوځېد او په دې ډول افغانستان دغه بریا په خپل نوم کړه.

انګلستان سره نیمه پایلوبه کې مخامخېدو سره افغان لوبډلمشر محمد نبي او دغه راز ځینو سوداګرو لوبغاړو ته د ښې لوبې پر سر د نغدو پیسو انعام هم ټاکلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه