اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، دوی د يوې ښځې په ګډون ۳ تنه هغه کسان نيولي دي چې ۱۴ کاله مخکې يې دوه کسان (زوی او پلار) وژلي ول.
د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند مرستيال حافظ حنيف د دوشنبې په ورځ ناوخته له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې نيول شوي کسان اصل کې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ دي چې اوس مهال په کندهار ښار کې ژوند کوي.
هغه وايي دغه کسان يې د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې نيولي دي چې پلار د هغه ځوان زوی او د وژل شوي کس ميرمن په کې شامل دي.
دی وايي: «۱۴ کاله مخکې د عبدالخالق په نوم يو کس چې د خپل زوی نظرمحمد او يوې ښځې په مرسته يې د ښځې خاوند محمد عوض وژلی و او وروسته په قتل تورنو کسانو ګډ ژوند پیل کړی و.»
د وژل شوي کس ورور تورک وايي ورور يې په قتل د تورن کس عبدالخالق ملګری و چې په قتل تورن کس د وژل شوي کس د مېرمنې سره لاس يو کړی او هغه يې وژلی دی.
دی وايي تر ۱۴ کاله ورسته د خپل ورور د قاتلينو په موندلو بريالي شوي او له طالبانو غوښتنه کوي چې په وژنه کې ښکېلو کسانو ته سخته سزا ورکړي.
بلخوا په قتل تورن کس هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی او زياتوي چې وژل شوی کس په نشهیي توکو اخته و او د وژل شوي کس ميرمنې له ده غوښتي دي چې خاوند يې ورته ووژني.
دی وايي د يادې ښځې لخوا تير ايستل شوی او پر خپل کار پښېمانه دی.
د کندهار ولايت د امنيه قومندانۍ چارواکي وايي ياده قضيه يې تر څيړنې لاندې ده او تر څيړولو وروسته به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
