اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، یو تن یې د انسان تښتوونکو له منګلو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (دوشنبه، ۱۱ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، تیره ورځ یې امنیتي ځواکونو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې پرمهال یې د احمدشاه په نوم یو کس د اختطافوونکو له منګلو ازاد کړی دی.
نوموړی وایي، د یادې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې د امنیتي ځواکونو له لوري څیړنې پیل شوې دي.
چارواکي داسې مهال د لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې او انسان تښتونې زیاتې شوې دي.
