اطلاعات روز: د کندهار ښاروالۍ رياست طالب چارواکي وايي، د غټو موټرو هغه موټرچلوونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې د ښار پر سړکونو باروړوونکي موټر وګرځوي.
د کندهار د ښاروالۍ رياست وياند زمري څرګند نن (دوشنبه د سلواغې پر۱۱مه) اطلاعات روز ته وويل، د ښار پر سړکونو د باروړونکو موټرو د بنديدو لامل د سړکونو د ساتنې په موخه ترسره کوي.
نوموړی وايي د کندهار ښار د پنځلسو ناحيو ټول سړکونه د ښاري کوچنيو موټرو په ظرفيت جوړ شوي او هغه غټ او باروړونکي موټر چې پر يادو سړکونو تګ راتګ کوي د سړکونو د خرابيدو لامل ګرځي.
څرګند وويل، د غټو موټرو هغه موټرچلوونکي چې د ښاروالۍ رياست د دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي دوی به ورسره قانوني چلند وکړي.
په همدې مهال د کندهار ښار اوسيدونکي د ښاروالۍ له يادې پريکړې هرکلی کوي او په خبره يې چې که ښاروالۍ دغه ډول اقدام ترسره کړي ورسره به د ښار سړکونه خوندي وساتل شي.
د کندهار ښار يو اوسيدونکي اباسين له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې په ښار کې د غټو باروړونکو موټرو له امله يو شمير سړکونه اوس هم تخريب شوي دي.
هغه د ښاروالۍ رياست له مسولينو څخه غوښتنه وکړل چې هغه کسان دې هم عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي کوم چې د سړکونو ساتني او د ښار پاک ساتلو ته پام نه کوي.
د افغانستان په ډيرو ښارونو کې د عامو خلکو د نه پاملرنې له امله د ښارونو مهم سړکونه تخريب شوي دي او د له منځه تلو انديښنې يې دي.
