اطلاعات روز: طالبان وايي دوی په کندهار کې د تاریخي ابداتو او تاریخي جوماتونو د بیارغونې چارې پیل کړي، چې د ځینو د ترمیم چارې بشپړې شوي او د ځینو لاهم روانې دي.
«زړه جامع» د کندهار په ښار کې هغه تاریخي جومات دی چې څه موده وړاندې يې د تخریب شوو ساحو د ترمیم چارې بشپړې شوې وې.
کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال او د اطلاعاتو امر ملا شمس الله صمیم وايي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو تېره ورځ د دغه مسجد لیدنه وکړه، څو د یاد مسجد د بیارغول شویو برخو ارزونه وکړي.
د زاړه جامع مسجد د اساسي ترمیم پروژه څه موده وړاندې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې وه. د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، ټول کارونه یې د تاریخي ابداتو د ساتنې او ترمیماتي اصولو مطابق ترسره شول.
د صمیم په خبره، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې او ترمیم لپاره منظم پلانونه لري.
هغه وایي: «د محترم رییس صاحب په مشرۍ ولاړو او د زاړه جامع مسجد لیدنه مو وکړه. دغه جامع تازه ترمیم شوې وه او د داسې نورو تاریخي ابداتو او تاریخي جامعګانو د ترمیم له چارو څخه به موږ په منظم ډول لیدنې او څارنې کوو.»
د کندهار ښار اوسېدونکي او فرهنګپالان هم له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوي چې د تاریخي ابداتو او تاریخي جامع ګانو ساتنه او پالنه باید په ښه ډول ترسره شي.
هغوی وایي، اوس هم یو شمېر تاریخي ابدات د له منځه تللو او یا هم تخریب په حالت کې دي، چي باید مسولین يې په اړه عاجل اقدام وکړي.
دا مسجد په ۱۱۲۱ متره مربع ځمکه کې په پخه خښته جوړ شوی او اوس یې د بیارغونې چارې ترسره شوې دي.
