د پاکستان ملي امنیت سلاکار او امیرخان متقي لیدنه؛ بحث تر ډېره پر اقتصادي مسایلو شوی

اطلاعات روز: د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف کابل ته خپل سفر کې د طالبانو نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم لیدلي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دې لیدنې په اړه چې پرون (شنبه، د سلواغې په ۱۰مه) وشوه، په یو شمېر ټوېټونو کې ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ښاغلي متقي سره لیدنه کې د خپل حکومت له لوري د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړه او یادونه یې وکړه چې د دواړو هیوادونو لیدلوری اقتصاد محوره دی او دا یو مثبت پرمختګ دی.

هغه زیاته کړې چې د دې فکر د قوي کولو لپاره به په ګډه کار کوي.

دې لیدنه کې دغه‌راز د پاکستان د ملي امنیت مشاور ویلي، حکومت یې چمتو دی چې د چمن او تورخم لارو کې د تګ راتګ په برخه کي همکاري وکړي تر څو د ټرانزیټ او په دروازو د تلونکو، راتلونکو خلګو ته سهولتونه رامنځ ته شي.

د ښاغلي بلخي په وینا، د بهرنیو چارو وزیر د دوی له همکاریو مننه کړې او د همکاریو ډاډ یې ورکړی.

ښاغلي متقي همدارنګه ترې غوښتنه کړې چې د کرښې دواړو اړخونو ته د پرتو ولسونو، ناروغانو او تجارانو ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوي برابرې شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر دغه راز یادونه کړې چې د ازبکستان-تاجکستان او ترکمنستان سره مو د تجارت لار د ترانزټ لپاره خلاصه کړې او له تاسو څخه هم توقع لرو چي زموږ تجارانو ته سهولتونه برابر کړئ.

عبدالقهار بلخي دغه راز لیکلي چې په دې لیدنه کې هوکړه وشوه چې د تجارت د لاښې ودې په هدف دې د دواړو غاړو ګډه کمېټه جوړه شي تر څو د تجارت په برخه کې راتلونکې خنډونه حل او تجارت ته وده ورکړل شي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار معید یوسف له دې مخکې د طالبانو د رییس‌الوزرا له دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتلي ول.

په دې لیدنه کې ښاغلي یوسف ویلي چې سوله او ټیکاو د اقتصادي ژورو اړیکو پرته منځته نه راځي.

ښاغلي حنفي هم په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی هم د سیمې ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان سره په متقابل احترام ولاړو د نیکو او اقتصادمحوره اړیکو غوښتونکي دي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار پرون شنبه سهار کابل ته راغلی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه