اطلاعات روز: لغمان ولایت کې یوه سرچینه وایي، د دې ولایت د مستوفیت یو ساتونکي د اقتصادي ستزنزو له کبله ځان وژلی دی.
د لغمان د مستوفیت ادارې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (جمعه، ۸ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره پنجشنبه د مستوفیت یو ساتونکي د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې وژل شوي کس له دې وړاندې هم ویلي و، چې کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ ده او د معاش کموالي له امله نه شي کولی چې ستونزې یې حل کړي.
بل لور ته لغمان کې د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین زاهد یاده پيښه تاییدوي او وايي، یاد کس په رواني ناروغۍ اخته و، چې له امله یې ځان وژنه کړې.
په دې وروستیو کې د خوراکي توکو لوړوالي او د کار نه شتون له امله ګڼ شمیر خلک له اقتصادي ستونزو سره سره په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.
