ملګرو ملتونو کې د چین استازی: پر افغانستان بندیزونه د ۳۸ میلیونه کسانو ژوند سره لوبه ده

اطلاعات روز: ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازی وایي، پر افغانستان د بندیزونو لرې کول حقوقي خنډ سره نه، بلکې سیاسي خنډ سره مخ دی چې بشرپاله مرستې پر سیاسي موضوع بدلوي او دا د هغه په وینا، «د افغانستان ۳۸ مېلیون اوسېدونکو ځان او هوساینې سره لوبه ده.»

هغه پرون چهارشنبه (د سلواغې په ۶مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې ویلي چې دې شورا تېره میاشت د ۲۶۱۵ پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې پر بنسټ یې افغانستان سره بشردوستانه مرستې د امنیت شورا بندیزونه نه نقضوي او قانوني خنډونه چې شونې ده و اوسي، یوې خوا ته کوي.

خو هغه زیاتوي چې د دې پرېکړه‌لیک تایید سره، د افغانستان بشري وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

دې چیني ډیپلوماټ ویلي: «روښانه ده چې کلیدي مسله یو حقوقي مانع نه ده، بلکې یو سیاسي خنډ دی او هغه د بشردوستانه موضوع سیاسي کول دي. دا د افغانستان ۳۸ مېلیون اوسېدونکو ځان او هوساینې سره لوبه ده چې مرستو ته سخته اړتیا لري.»

هغه پر افغانستان د بندیزونو د ژر لرې کولو او د پانګې ازادولو په ټینګار سره ویلي چې «یو اړخیز بندیزونه له نظامي وژونکي لاسوهنې کم نه دي.»

ملګرو ملتونو کې د چین دې دایمي استازي ویلي چې هېواد یې له افغانستانه د مالي ملاتړونو ارزونې لپاره د نړیوال بانک او نورو نړیوالو بنسټونو له هڅو هرکلی کوي.

ژانګ جون زیاته کړې چې چین افغانستان سره له نړیوالو د ډېرو بشرپاله او اقتصادي مرستو غوښتونکی دی څو د دې هېواد خلکو ته زېری راوړي.

هغه ویلي چې اګسټ میاشت کې د بهرنیو ځواکونو بېړني وتلو سره، د افغانستان اقتصاد ازاد سقوط سره مخ شوی دی او د دې هېواد خلک د انساني تر ټولو بد کړکېچ سره مخ دي.

دغه چینایي ډېپلوماټ دغه راز ویلي چې افغانستان کې ۹۵ سلنه کورنۍ کافي خواړه نه لري، له یو مېلیون زیات ماشومان له خوارځواکۍ او ۲۳ مېلیون کسان له سختې قحطۍ سره مخامخ شوي دي.  

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه