طالبانو له تېر نږدې نیم کال راهیسې ګردېز سره د نښلېدونکو شپږو ولسوالیو لارې تړلي

خبریال: امید اشنا

وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا پنځه مياشتو راهيسې د ګردېز ــ ډنډپټان لويه لاره د ميرزکې او احمدخېلو په ځينو برخو کې تړلې، چې له ګردېز سره يې د شپږ ولسواليو تګ، راتګ محدود او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د پکتيا اوسيدونکي او ولايتي شورا د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پيل ته هيله من دي او ټينګار کوي چې د ښه نيت څرګندولو لپاره بايد جګړې کمې شي.

د ميرزکې ولسوالي قومي مشر حاجي غفار وايي خلک له روان حالت او ناامنيو خورا ستړي شوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې خلکو ته د ستونزو له جوړولو ډډه وکړي.

غفار وويل: «په ولسوالي او شاوخوا سيمو کې هر وخت جنګ وي، په سړک جنګ وي. لاره بنده ده، لاره بايد خلاصه شي؛ چې خلک کار، روزګار وکړي، خلک له لوږې مري، څه وکړي؟ چېرته ولاړ شي؟»

د دې لويې لارې يو موټر چلوونکی علي محمد وايي د تګ، راتګ پر مهال خلک او د سيمې اوسيدونکي ډېر په ستونزو کې دي او هر وخت د جګړې او چاودنو وېره ور سره وي.

محمد زياته کړه چې ځينې خلک د دې لارې د تړل کېدو له امله لومړی خوست او له هغې لارې بيا ګردېز ته راځي، چې په خبره يې تېره اونۍ پر هغه لاره هم د سړک غاړې ماين چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول.

نوموړی وايي: «په دې لاره ډېر زيات په تکليف يو، ناامني ده. وسله وال طالبان مو په عذابوي. خلک په خوست راتاويږي، بيا ګردېز ته ځي، غوښتنه مو دا ده چې دا لاره خلاصه شي.»

عبدالله محمدي د يادې لارې تړل کېدو له امله د دوه پېښو کيسه کوي او وايي ډېر خلک د مجبوري له مخې لومړی خوست او بيا ګردېز ته ځي، چې هغه لاره خورا خرابه او اوږده ده.

محمدي وايي چې څه موده وړاندې خوست ته پر لاره پر يوه ټکسي موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وکړه، چې په خبره يې د دوی د سترګو وړاندې په موټر کې سپاره پنځه تنه په زړه بوږنوونکي ډول ووژل شول.

نوموړي زياته کړه: «دوه اونۍ وړاندې چې راتلو، نو يوې ښځې ولادي مريضي لرله، لاره بنده وه او د ښځې وضعيت ډېر خراب و. ښه و، چې دې وخت کې ملي اردو راغلل او هغوی خپل امبولانس موټر ته پورته کړه؛ نو د دې لارې تړل سراسر بربریت دی.»

د پکتيا ولايتي شورا هم وسله وال طالبان پړه بولي چې د تاوتريخوالي کمولو په اړه د خلکو غوښتنو ته درناوی نلري او نه يوازې جګړه يې کمه کړې نده، بلکې خپلو بريدونو ته يې زور ورکړی دی.

د دې شورا غړی تاج محمدمنګل وايي: «وسله وال طالبان د حکومت له دفاعي حالت څخه سؤاستفاده کوي، په لويو لارو کې چِک پواينټونه اچوي، خلک له موټرو ښکته کوي او آزار ورکوي. دوی بايد د خلکو د غوښتنو لپاره هم حسنِ نيت وښيي او جګړې کمې کړي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، چې دوی د سولې خبرو د ښه مخ ته تګ او باور فضا ټينګېدو لپاره د امنيتي ځواکونو تعرضي عمليات کم کړي، خو په خبره يې وسله والو طالبانو جګړې زياتې کړې چې د سولې پر روانو مذاکراتو سيوری غوړولی شي.

فدايي اطلاعات روز ته وويل چې خلک سوله غواړي او افغان دولت د خپل ملت غوښتنې په نظر کې نيسي.

دی وايي ژر به دا لویه لار خلاصه کړي.

نوموړي زياته کړه: «د سولې مذاکرات پيل شوي، سولې ته په احترام موږ نه غواړو چې دا پروسه مختل شي، موږ په دې اړه د خلکو په غوښتنه صبر وکړ، خو متاسفانه وسله وال طالبان هېڅ انساني ارزښت ته ژمن ندي او بايد عام المنفعه ځايونو کې له مزاحمت او بريدونو ځان وساتي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم ولرو، خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په قطر کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د مخامخ خبرو له پيل سره وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته لا زور ورکړی او د ګردېز ــ ډنډپټان، ګردېز ــ خوست، ګردېز ــ کابل او ځينې نورې لويې لارې یې ناامنه کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه