اطلاعات روز: د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ټپيان کړي دي.
کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف نن (چهارشنبه، ۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورخپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، چې چاودنه تیره ورځ ناوخته د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند «مټین» کلي کې رامنځته شوې.
نوموړی وایي، ماین د یو کوهي تر څنګ ځای پر ځای شوی و، چې چاودنه یې کړې او په پایله کې یې د محمد علي په نامه د یو ځای اوسیدونکي د کورنۍ د دریو ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.
مولوي نجیب الله حنیف زیاته کړه: «چاودنه تیر ورځ ناوخته د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د مټین په نامه یو کلي کې رامنځته شوې او چاودنه کې د محمد علي په نامه د یو ځایي اوسیدونکي درې ماشومان ټپیان شوي او نوموړی هم ټپي شوی، ټپیان ټول روغتون ته رسول شوي خو حالت يي ښه دی.»
بل لور ته د کونړ د اسعد اباد مرکزي روغتون یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د چاودنې له ځایه یې روغتون ته د یو ماشوم جسد او دوه ټپیان ور وړل شوي دي چې د یوه ټپي روغتیايي حالت نازک و او د زیاتې درملنې لپاره يي د ننګرهار حوزوې روغتون ته لېږلی دی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی او نه هم چارواکو څه ویلي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې یا کوم بل علت لري.
