اطلاعات روز: د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوومه حوزه صافیانو سیمه کې په مرموز ډول د یو وژل شوي تن جسد موندل شوی دی.
یوه سرچینه چې نه غواړي هویت یې ښکاره شي، اطلاعات روز ته یې وویل وژل شوي کس د اسدالله نامي په نوم دی چې د خپل کور څخه نامعلومه کسانو وړی او وژلی یې دی.
د هلمند چارواکي هم مني چې یاد کس په مرموز ډول وژل شوی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس حافظ راشد وایي، د وژل شوي کس جسد د طالبانو له خوا د ګرشک د «سامنار» دښت سیمه کې موندل شوي دی.
هغه وایي یاده وژنه جنايي اړخ لري خو تراوسه یې دقیق معلومات نشته. نوموړی دغه راز وویل دوی هڅه کوي ترڅو د پیښې عاملین ونیسي.
که څه هم طالبانو په هېواد کې د امنیت ډاډ ورکوي خو له ډیرو ولایتونو څخه خبرونه خپریږي چې مرموزي وژنې او د جنایي پیښو ګراف ورځ تر بلې د ډیريدو په حال کې دی.
