اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز په ګډون یې د ټولو ولسوالیو د ویجاړو شویو پلونو او پولګوټو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
په ارزګان کې د تېرو اوږدو جګړو له امله د ګڼو شتمنیو او تاسیساتو په ګډون نږدې ټول پلونه، پولګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي.
له هغه وروسته چې طالبانو واک تر لاسه کړی او جګړه درېدلې، د ویجاړو شوو تاسیساتو رغول یې پیل کړي دي.
ارزګان کې د طالبانو ټولګټور چارو رییس مولوي نظامي نن (یکشنبه، د سلواغې پر ۲مه)اطلاعات روز ته وویل، څو میاشتې مخکې یې د ارزګان په ټولو ولسوالیو کې د ویجاړو شوو پلونو او پولګوټو سروې پيل کړې وه چې اوس بشپړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د ټولو ویجاړو شوو او زیانمنو شوو پلونو او پولګوټو شمېر ۵۰ ته رسېږي چې ډېر ژر به د دوی د فني او تخنیکي ټیمونو له خوا په بنسټیز ډول ورغول شي.
دی وايي، د دغو پلونو د جوړولو لګښت د اړوند وزارت له خوا ورکول کېږي.
د ویجاړو شوو پلونو او پولګوټو د رغولو د پروژې مسوول انجنیر مطیع الله اطلاعات روز ته وویل، په دې لړ کې د ټولګټو ریاست له خوا په چورې ولسوالۍ کې یو لوی پول د یو میلیون افغانیو په لګښت او ۱۰ نور پلونه د درې میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوي دي.
ده خبر ورکړ چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د لسګونو نورو لویو او کوچنیو پلونو د جوړولو چارې روانې دي چې تر راتلونکو څو میاشتو به بشپړې شي.
نوموړي وویل، پر دغه پروژه میلیونونه افغانۍ لګښت راځي.
د ارزګان اوسېدونکي خوشحاله دي چې مسوولین ویجاړ شوي پلونه او پولګوټي بیارغوي.
د دهراوود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرحمن اطلاعات روز ته وویل، له دې ولسوالۍ تر مرکز ترینکوټ پورې پر غځېدلې لارې ګڼ شمېر لوی او کوچني پلونه د تېرو جګړو پر مهال په ماینونو الوځول شوي چې خلک یې د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ کړي وو او ان اړ وو پر فرعي لارو تګ راتګ وکړي.
دی وايي، د خلکو هیله ده چې مسوولین له خپلو ژمنو سره پيل شوي کارونه په بنسټیز ډول بشپړ کړي.
د ارزګان چارواکو په وار وار ژمنه کړې چې د ویجاړو شوو پلونو تر څنګ به نور ویجاړ شوي تاسیسات هم ژر ورغوي.
تر دې مخکې د ارزګان چارواکو ویلي ول چې دوی د ارزګان کندهار د لویې لارې د رغیدو لپاره هم کار پیل کړی دی.
