ارزګان کې د زعفرانو ترويج هڅې؛ ۵زره کیلوګرامه تخمونه یې پر بزګرو وېشل شوي

اطلاعات روز: ارزګان د هېواد له هغو ولايتونو څخه دی چې زيات شمير کروندګر د کوکنارو په کرنه په کې بوخت دي. د معلوماتو له مخي په ارزګان کې سږ تر بل هر کاله زيات د کوکنارو کښت شوی دی.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، دوی تازه هڅې پیل کړي دي ترڅو په ارزګان کې د زعفرانو کرنه رواج کړي.

د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي نن (شنبه، د سلواغې پر۱)اطلاعات روز ته وویل په ترينکوټ او ولسواليو کې یې دا مهال لس رواجي قطعات جوړ کړي دي او ۵۰۰۰ کيلوګرام د زعفرانو تخم يې کروندګرو ته ورکړی دی.

حميدي وايي، زعفران د کوکنارو ښه بديل دی او دوی کروندګر هڅوي ترڅو په خپلو ځمکو کې د زعفرانو کښت وکړي.

د حميدي په خبره دوی ياد تخم کروندګرو ته د نمونې په شکل ورکړی دی ترڅو هغوی د زعفرانو کرنې ته وهڅول شي.

دی وايي: «موږ سږ کال د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې د زعفرانو ازمايښتي لس قطعې جوړې دي هر قطعه مو پر نيم جريب ځمکه جوړه کړې ده چې هر ځمکه لرونکي کس ته موږ ۵۰۰کيلو ګرامه د زعفرانو تخم ورکړی دی. که ښه نتيجه ورکړي د کوکنارو به ښه بديل وي اوس خلک په ارزګان کې د کوکنارو کښت کوي کله چې زعفران رواج شي بیا به په خپلو ځمکو کې د کوکنارو کرنه نه کوي ځکه د زعفرانو قيمت هم لوړ دی.»

په ورته وخت کې په ارزګان کې کروندګر وايي که د کوکنارو بديل پیدا کړي، دوی به خپلو ځمکو کې هيڅکله د کوکنارو کرنه و نه کړي.

سيف الله چې په ترينکوټ ښار کې په خپله ځمکه کې سږ کال هم د کوکنارو کښت کړی دی د کرهنې رياست دغه ډول کړنې ته زياته تمه نه لرې ځکه په خبره يې چې د زعفرانو د روزنې په برخه کې کروندګر هيڅ معلومات نه لري او په کار ده چې کروندګرو ته په دې برخه کې روزنه ورکول شي.

په ورته مهال د کرنې د برخې پوهان هم د زعفرانو کښت مهم ګڼې او زياتوي چې که دغې برخې ته پاملرنه وشي له يوې خوا به د کروندګرو اقتصاد ښه شي او له بل پلوه به د کوکنارو ټغر ورټول شي.

په ارزګان کې د کرنې د برخې يو پوه شريف الله شرافت د کرنې ریاست له مسولينو غوښتنه کوي چې د زعفرانو تخمونه دې اصلي کروندګرو ته ورکړي ترڅو هغوی ورڅخه استفاده وکړي.

نوموړی پر کرنې رياست نيوکه کوي چې د زعفرانو تخمونه يې د اصلي کروندګرو پر ځای نورو کسانو ته ورکړي دي.

دی وايي: «موږ خو يې تراوسه کومه مثبته نتيجه نه ده ليدلي موږ د کرهنې رياست له مسولينو غواړو چې د زعفرانو تخمونه دې هغه کسانو ته ورکړي چې واقعي کروندګر وي ترڅو هغوی ورڅخه سمه ګټه واخلي ښه پالنه او روزنه یې وکړي.»

په ارزګان کې ۹۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې روزي په لاس راوړي.

د ارزګان کروندګر تل پر حکومت نيوکه کوي چې له دوی سره يې د کرنې په عصري کيدو کې مرسته نه ده کړې او د کرنې په برخه کې ترسره شوي فعاليتونو ته د نمايش په سترګه ګوري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه