اطلاعات روز: لغمان ولایت کې یو تن چې شخصي دښمني یې لرله خپل دښمن او دوه نور عام وګړي وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
لغمان کې د طالبانو امینې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول قاري عبدالقهار اسد پرون (چهارشنبه، ۲۹ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ ناوخته د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «علي احمدخان» سیمه کې د شخصي دښمنۍ له امله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.
نوموړی زیاتوي چې په یاده سیمه کې یو تن د خپلې شخصي دښمنۍ له امله په خپل مدعي چې په سراچه ډوله موټر کې ناست و، ډزې کړي او په پایله کې یې مدعي او دوه تنه نور چې عام وګړي دي وژل شوي دي.
د ښاغلي عبدالقهار په وینا د یاد تن په ډزو کې دوه تنه نور چې یوه میرمن او بل یې ماشومه ده، ټپيان شوي دي.
د هغه د مالوماتو له مخې چې طالبانو د ده په وینا قاتلین نیولي دي.
