اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې یو طالب سرتیري یو ترافیک پولیس وهلی ډبولی دی.
د ننګرهار ولايت ترافيکو په دغه ولايت کې د يو طالب له لوري د يو ترافيک پوليس د وهلو په غبرګون احتجاجي لاريون وکړ او له ولايت مقام څخه يې غوښتنه وکړه چې دوی سره زياتي کوونکي طالب سره دې قانوني چلند وکړي.
ترافيکو په احتجاجي ډول د ښار واټونو کې دندې د لنډ وخت لپاره پرېښې وې او په اعتراضیه ډول د ترافيکو له مديريت څخه د ولايت مقام تر مخې لاړل.
د دوی له ډلې نقيب الله اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې پرون سهار (چهارشنبه، د مرغومې په ۲۹مه) يو طالب په جلال اباد ښار کې يو ترافيک پوليس وهلی ډبولی او د هغه بې عزتي يې هم کړې ده.
نوموړی وایي، له یوې خوا یې له تیرو اوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له بلې خوا ورسره کله نا کله دا ډول ناوړه چلند دوی دندو پریښودو ته اړ کړي دي.
نوموړی وایي، که د ننګرهار طالب چارواکي دوی سره ناوړه چلندکوونکی او ترافيک پولیس وهونکی ونه نيسي، قانوني چلند ورسره ونه کړي نو دوی به په اعتراضي ډول خپلې دندې پرېږدي.
په همدې حال کې دننګرهار ترافيکو مدير جواد شيرزاد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هم دغه چاره مني او زياتوي چې د طالبانو په ليکو کې يو شمير کسان چې غواړي د طالبانو اوسنی نظام بدنامه کړي دغه چاره ترسره کوي.
جلال اباد کې ترافیک پولیسو دا شکايت هم درلود چې په وروستيو کې د طالبانو په ليکو کې يو شمېر کسان دوی سره زور زياتي کوي او کله ناکله وهل ټکول هم ورکوي.
