اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یو تورن بندي د وژل کیدو په تور د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي چارواکي نیولي دي.
د دې ولایت د طالبانو امنيه قوماندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (پنجشنبه، ۳۰ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کوز کونړ ولسوالۍ امنيه قوماندان او د هغه ۷ ساتونکي یې په نظارت خانه کې د يوه بندي د وژلو په تور نیولي دي.
د زابلي په خبره د یادې ولسوالۍ امنیتي مسوولین تیره ورځ هغه مهال ونیول شول، کله چې د دوی د ناسم چلند له امله یو بندي په وهلو او ډبولو مړ شو.
نوموړی وایي، د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د سیمې د اوسېدونکو د شکایتونو پر بنسټ د دغه بندي د وژل کېدو په تور یاد کسان ونیول.
ښاغلی زابلی زیاتوي، نیول شوی قوماندان او ۷ ساتونکي یې دا مهال په امنیې قوماندانۍ کې تر نظارت لاندې دي، چې ژر به یې دوسیه د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې څه موده وړاندې هم په کوز کونړ ولسوالي کې یو جسد پیدا شوی و، چې د کورنۍ له عریضې وروسته یې د وژلو په تور د امنیې قوماندانۍ ۳ امنیتي کسان نیول شوي وو.
تیره ورځ په خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کیده، چې په کې یو ټپي شوي شوي ځوان د خپلو ټپونو له امله فریاد کوي او دغه ټپي شوي کس ته ولاړ کسان ادعا کوي چې دغه کس د کوز کونړ ولسوالۍ د امنیه قوماندان له خوا وهل شوی او ورور یې هم موده مخکې په وهلو وژل شوی دی.
