د کندهار کروندګر: د پنبې حاصلات زيات شوي، خو بازار نه لري

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې کروندګر وايي، په دغه ولايت کې د پنبې کښت د تيرو وختونو په پرتله زيات شوی، خو د پلورلو لپاره یې بازار نه لري.د کندهار ښار د پنبې د برخې کروندګر شکايت کوي چې دوی په زياته کچه بازار ته پنبه وړاندې کوي خو په خبره يې چې په کمه اندازه ګټه وټه ورڅخه ترلاسه کوي.

په کندهار کې يو تن کروندګر عنايت الله چې له تيرو څو کلونو راهیسې پر خپله ځمکه د پنبې کښت کوي، د مناسب بازار له نه شتون څخه سر ټکوي او د طالبانو له حکومت څخه د پنبې د بازارموندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی.

عنایت الله وایي: «تقریباً دا ځمکه ۱۳ جریبه ده، پروسږکال يي ۲۶ خرواره پنبه وکړه خو سږکال به چې زیاته وکړي ۲۱ خرواره به شي، څه ناڅه مرضونه يي هم کړي دي او مصرف یې یو په دوه لوړ شوی دی.»

د علي احمد او عبدالکریم په نومونو د کندهار د دامان ولسوالۍ دوه کروندګر وايي، په سیمه کې يې اوبه لږ دي، د زراعتي محصولاتو لپاره‌ يې مناسب بازار نه شته.

دوی وايي د کرهنې په برخه کې زيات خوارۍ کوي او ډير لګښتونه ورباندې راځي خو عايد په کمه اندازه ورڅخه ترلاسه کوي.

علي احمد وایي: «سږ کال یې ښه حاصلات کړي خو نرخونه یې کم دي، پروسږ کال یو من په اته سوه پاکستانۍ کالدارې و خو سږکال په پنځه او شپږ سوه پلورل کیږي.»

په کندهار کې يو تن کروندګر عنايت الله چې له تيرو څو کلونو راهیسې پر خپله ځمکه د پنبې کښت کوي، د مناسب بازار له نه شتون څخه سر ټکوي او د طالبانو له حکومت څخه د پنبې د بازارموندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

عبدالکریم بیا وایي: «دا خو ښه کښت دی خو باید بیه پیدا کړي، که بیه پیدا نه کړي موږ بېرته د تاریاکو پر خوا مخه کوو.»

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسؤلان وایي، سږکال پر شااوخوا ۷۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د نورو کلونو پرتله زیاته ده.

د کندهار د کرنې ریاست د بدیل معیشت پروګرام مدیر حاجي عبدالغفور وايي د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه لري خو د بودیجې د نشوالي له امله اوس دا پروګرام په ټپه ولاړ دی.

نوموړی زیاتوي: «تقریباً سږکال له ۵ تر ۷ سوه هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د پروسږکال څخه زیاته ده، یو لامل یې دا دی چې سږکال د وچکالۍ په سبب ډېره پنبه کرل شوې ځکه پنبه لږ اوبو ته اړتیا لري.»

پنبه، زعفران، الویرا او پسته د کوکنارو بدیل کښتونه دي چې تېر حکومت د نړیوالي ټولنې په مرسته د ملیونونو ډالرو په لګښت د بدیل معیشت د پروګرام په نوم عملي کړل خو لا هم افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په لیست کې دی چې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق په‎ کې ډېر دی.

دی وايي تېر کال يې له خپلي ۱۳ جریبه ځمکې ۲۶ خرواره پنبه ټوله کړې او په ښه قیمت يې پېرلې ده خو سږکال يې په حاصل او بیه کې کموالی راغلی دی.

د کندهار ګاونډي ولايت ارزګان څخه بیا څه موده مخکي راپورونه خپاره شوي وه چې په دغه ولايت کې ورځ تربلې د پنبې کرهنه زياتيږي او کروندګرو له حکومت څخه د بازار موندنې غوښتنې کړي وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه