اطلاعات روز: د ارزګان-کندهار ترمنځ لويه لاره چې ۱۷۳ کيلومتره اوږدوالی لرې، له تيرو ۲۰ کلونو راهیسې د ارزګان خلکو د يادې لارې د رغولو غوښتنې کولې.
په تيرو وختونو کې چې د تير حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې وې، دغه لاره د کنډ و کپر ترڅنګ سخته ناامنه وه او هره ورځ به پرې عام خلک وژل کيدل.
دغه لاره چې د ارزګان خلک ورته د پلصراط لاره هم وايي، کنډ و کپر ده چې مسافرين پرې د تګ پر وخت سخت وارخطا وي.
د تير حکومت پر مهال ګڼو وزيران او چارواکي په څو څو ځله د دغې لارې د رغولو ژمنې وکړې خو په عملي ډول هيڅ هم ونه شو.
که څه هم تېر نظام د جمهوريت له پیل تر ختمه پورې د دغې لارې په رغيدو ونه توانيد خو تازه اوس په ارزګان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي دوی هڅې پیل کړي دي ترڅو ياده لاره په اساسي ډول ورغوي.
د ارزګان د ټولګټو چارو رياست رییس نظام الدين نظامي چې له تيرو څو ورځو راهیسې د ارزګان کندهار ترمنځ د لويي لارې د کنډ کپر سړک د جوړيدو په چارو بوخت دي، په سيمه کې د اطلاعات روز له خبريال سره په مرکه کې ويلي چې د يادې لارې د اساسي رغولو لپاره دوی جدي هلې ځلې پیل کړې دي او پلان لري چې د دغې لارې د اساسي رغولو لپاره له حکومت څخه پیسې واخلي.

هغه وايي د ارزګان والي مولوي دعوت او د کندهار والي حاجي محمديوسف وفا هم د ارزګان کندهار ترمنځ د لویې لارې د رغيدو په هدف ناسته کړې ده او پر هغو ممکنو لارو غږېدلي چې د لارې په رغولو کې په کار راځي.
نظامي وايي دوی د اوس لپاره پلان لري چې د خپلو شخصي امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې د ارزګان کندهار ترمنځ کنډ کپر ځايونه په خپل ماشينرۍ ورغوي، ويجاړشوي ځايونه په خامو موادو جوړ کړي.
دوی وايي په ډيرو نږدې وختونو کې به د دغې لارې د رغولو چارې هم پیل شي.
هغه وايي: «اوس د پاره موږ ددغې لارې د هغو ځايونو د رغولو چارې پیل کړي دي چې ډير زيات ويجاړ شوي وي او د موټر تګ راتګ ورباندې سخت وي. دغه کار موږ په خپل شخصې لګښت ترسره کوو په راتلونکې کې پلان شته ترڅو دغه لاره د ټولګټو چارو وزارت په ځانګړي بوديجه ورغول شي ځکه دارزګان والي د کندهار ولايت له والي سره ددغې لارې د رغيدو په هدف ناسته کړې ده او يوې نتيجې ته رسيدلي دي انشاالله دا ځل به دغه لاره رغيږي خو د اوس لپاره يې موږ د کنډوکپر ځايونو د رغيدو کار پیل کړې دي او ۵۰ کيلومتره مو کنډکپر ځايونه په خامو موادو رغولي دي.»

په ورته مهال د ارزګان خلک يادې لارې له شته وضيعت څخه سخت په تنګ راغلي دي او زياتوي چې تر جمهوريت د ړنګيدو وروسته دوی هيله درلوده چې طالبانو به ورته د دغې لاري رغيدو چارې ترسره کړي خو هيله يې تراوسه همدغسې هيله پاتې شوې ده.
د ارزګان کندهار ترمنځ د لويي لارې يوه موټرچلوونکي اخترمحمد په سيمه کې د اطلاعات روز خبريال ته وويل چې دغه لاره چې د ارزګان د خلکو لپاره اساسي اهميت لري، دولت يې باید ورغوي.
هغه وايي:« دغه لاره چې د خلکو لپاره زيات اهميت لري باید په اساسي ډول ورغول شي موږ هيله درلوده چې دغه لاره به طالبان له سره ورغوي خو هغه سي ونه سول همدغه سي دغه لاره پاته ده اوس هم هيله لرو چې ورغول شي.»

پر ياده لاره تلونکي مسافر بیا د طالبانو له هغو کړونو څخه خوښ دي چې د لارې پر سر کنډ کپر ځايونه يې په خامو موادو رغولي دي خو دوي هم د موټرچلونکو په څير له دولت څخه غوښتنه کوي چې دغه لاره دې دولت جوړه کړي.
عطاالله افغان چې د ارزګان اوسيدونکی دی او پر دغه لاره سفر لرې غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دولت دغه لاره ورغوي.
هغه وايي: «دغه لاره د خلکو لپاره زيات ارزښت لري. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دې ياده لاره په اساسي ډول جوړه کړي.»
په تيرو وختونو کې هم په څو څو ځله د دغې لارې د رغيدو غوښتنې شوې وې او دولت د يادې لارې د رغيدو ژمنې کړې وې خو خپلې ژمنې يې پر ځای کړي نه دي خو دا ځل به وليدل شي چې څومره د دولت کړې ژمنې پر ځای کيږي.
