لغمان کې لاریونوال امریکا ته: کنګل‌شوې شتمني مو ازاده کړئ

اطلاعات روز: لغمان ولایت کې یو شمېر معلولینو د یو لاریون په ترسره کولو سره له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل‌شوې شتمني ازاده کړي.

دغه لاریون د لغمان مرکز مهترلام کې پرون (یکشنبه، ۲۶ د مرغومې) شوی دی.

لاریون کوونکو هغه شعارونه هم له ځانه سره لیږدول چې په کې له امریکا د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کیدو ترڅنګ له نړیوالو هم غوښتي و، چې په یاده برخه کې دې د امریکا پر حکومت فشار راوړي.

د لغمان ولايت د معلولينو د اتحاديې رييس، رييس خان کوهستاني چې د دغه لاريون مشري يې کوله اطلاعات روز ورځپاڼې ته يې وويل، چې له دغه لاريون څخه يې موخه له امریکا د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ازادول دي. 

نوموړی وایي، د امریکا له لوري د افغانانو د پېسو د کنګل کیدو له امله افغانستان کې اقتصادي ناورین ویره مخ په زیاتیدو ده.

هغه ټینګار کوي چې یادې پېسې د افغانانو شتمني ده او څوک حق نه لری چې د سیاسي موخو لپاره ولس قرباني کړي.

رييس خان کوهستاني  زیاته کړه: «له کله راهیسې چې د امریکا د حکومت له لوريد افغانانو شتمني کنګل شوې له هماغه ورځې راهېسې افغانان له ستختو ستونزو سره مخ دي، خوراکي توکو بیې لوړې شوې او همدارنګه ورځ تربلې فقر، بې وزلي او نور ستونزې مخ په زیاتیدو دي، که د امریکا له لوري یادې پېسې خوشې نشي افغانان به له اقتصادي بحران سره مخ شي او دا ویره ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده له نړیوالو هم غواړو چې د افغانانو کنګل شوې شتمني دي ازاده کړي او نور دې پرافغانانو ظلم نه کوي.»

دغه راز يو بل معلول محمد نعيم سباون چې دغه لاريون کې يې برخه اخېستې وه، وايي، له دغه لاريون يې درې موخې وې چې يوه د معلولينو د حقونو تر لاسه کول، بل هم د امریکا له لوري د افغانانو د کنګل شويو پيسو خلاصون او دغه راز د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندل دي.

محمد نعيم سباون  زیاتوي: «مونږ افغانان د خپلې شتمنۍ د ازادیدو ترڅنګه له نړیوالو غوښتنه کوو، چې په افغانستان کې د طالبانو رامنځته شوی نظام دې په رسمیت وپيژني او له دې لارې دې خپلې مرستې هم جاري وساتي، ځکه که نړیوالو د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت ونه پیژني ستونزې لاپسې زیاتیدلی شي، نو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د طالبانو اوسنی نظام دې په رسمیت وپيژني.»

لغمان کې د کنګل شوې شتمنۍ په غبرګون کې داسې مهال لاریون ترسره کېږي، چې سلګونه افغانې کورنۍ په دې ساړه ژمي کې له ناچارۍ سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د طالبانو په راتګ سره امریکا د افغانستان نږدې لس ملیارده پانګه کنګل کړه او لا یې هم ازاده کړې نه ده او نه لا مالومه ده چې کله به یې خوشې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه