د طالبانو امربالمعروف: کم عمره او کل ږېرو ته په نظامي لیکو کې ځای نشته

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په ۲۰۳ منصوري قول اردو کې د طالبانو امربالمعروف او نهی عن‌المنکر مسوولینو له نظامي طالبانو غوښتنه وکړه، چې ځانونه په سنت طریقو برابر کړي. د دوی په وینا بې ږیرو او کل ږیرو کسانو ته په نظامي لیکو کې د دندې ترسره کولو اجازه نشته.

د امربالمعروف وزارت چارواکو دغه څرګندونې پکتیا ته په سفر کې کړې او ویلي دي، چې د ږیرو پرېښودو لپاره ملکیانو ته توصیه کوي، خو د نظامیانو لپاره بیا همدا لومړی شرط بولي.

د یاد وزارت غړي راز محمد په منصوري قول اردو کې له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه، چې له خپلو لیکو کم عمره، بدنام او هغه کسان وباسي، چې په سنت طریقو عمل نه کوي.

هغه وویل: «د حکومت لومړی شرط دا دی، چې نظامي لیکو کې به هغه کسان نه ګماري، چې ږېره یې کل کړې وي، کم عمره وي او یا هم په ټولنه کې بدنام خلک وي، زه دلته په ټولو نظامي چارواکو غږ کوم، چې خپل کسان په سنت طریقو برابر کړي.»

نوموړي همدا راز د طالبانو ټولو نظامي او ملکي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له بیت المال سره خیانت و نه کړي او ساتنې ته یې جدي پام وکړي.

راز محمد وايي: «کوم بیت المال چې تاسو ته په لاس درغلی، هغه اوس داسې استعمال کړئ، لکه د خپل کور شخص توکي، له هغوی سره ظلم کول خو پرېږده، ان په رینجر بې ځایه هارنګ هم مه کوئ.»

وخت نا وخت په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې ویډیو ګانې خپریږي، چې د طالبانو له خوا د تېر نظام سرتېري تر نیول کېدو وروسته وهل کیږي او یا هم ورته سپکې سپورې ویل کیږي، خو د امربالمعروف وزارت مسوولینو په جوړه شوې غونډه کې په خپل سر د ملکي وګړو د کورونو پلټل او یا هم د جرم له ثابت کېدو وړاندې نیول شویو مجریمینو ته سزا ورکول د قانون خلاف عمل بولي.

ښاغلي زار محمد وویل: «هیچاته اجازه نشته، چې د ملکي خلکو کورونه په خپلسري ډول وپلټي او یا هم هغه کسانو ته جزا ورکړي، چې د کوم جرم په تور نیول شوي وي، ولس باید و نه ځورول شي او له هغوی سره باید ښه چلند وشي.»

د امربالمعروف وزارت له لوري د هیواد په ډیری ولایتونو کې د یاد وزارت د ولایتي مسوولینو له خوا خلکو ته سپارښتنه شوې، چې ځانونه په شریعیت برابر کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه