اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد وایي، د نوي راتلونکې لمریز کال وري میاشت کې به د افغان نجونو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي.
د طالبانو ویاند دا څرګندونې اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د نجونو ښوونځیو پرانیسو لپاره به ټولې هڅې وکړي.
طالبانو د مخکیني حکومت پرځېدو او واک ته رسېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي بند کړل. طالب چارواکو وروسته وویلې، په دې برخه کې د یوې تګلارې پر جوړولو بوخت دي چې له بشپړېدو سره به یې ښوونځي پرانېستل شي.
د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو یو شمېر نورو غوښتنو ترڅنګ یوه دا ده چې طالبان باید د ښځو حقونو ته پام وکړي او نجونو ته تعلیمي او تحصیلي زمینې برابرې کړي.
طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې خاطر نړیوالو غونډو او ناستو کې په ځلونو ژمنې وکړې چې نجونو ته به د زدهکړو زمینې برابرې کړي.
دې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.
