اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته په بېساري ډول د افغانيو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړ شو چې ورسره د خوراکي او ناخوراکي توکو قيمتونه هم لوړ شول.
د طالبانو له راتګ وروسته د خلکو بېکاري او د توکو لوړ قيمتونو خلک له زياتو ستونزو سره لاس ګريوان کړي دي.
د کندهار ولایت اوسېدونکي وايي، د دغو ستونزو ترڅنګ هغه ځوانان چې له دې مخکې یې دندې لرلې د طالبانو د حکومت په راتلو سره وزګار شوي چې دې کار د غلاوو کچه هم زیاته کړې ده.
خلک وايي د ژمي په رارسيدو سره د سون توکو قيمتونه په زياته اندازه لوړ شوي دي او د تيرو وختونو په پرتله د هر ډول استعماليدونکو توکو قيمت دوه چنده شوی دی.
اباسين چې له تيرو ۶ کلونو راهیسې په کندهار ښار کې ژوند کوي، له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د خوراکي او غيري خوراکي توکو قيمتونه د فکر کولو خلاف لوړ شوي دي او هيڅوک د توکو د اخيستلو توان نه لري.
هغه د طالبانو له حکومت او نړيوالي ټولنې غوښتنه وکړه چې د خلکو د ستونزو د حل په هدف سره تعامل وکړي او خلک دې له شته ستونزو خلاص کړي.
نوموړي وويل په تيرو وختونو کې د يو ليټر تيلو قيمت ۳۳ افغانۍ و، په داسې حال کې چې اوس مهال د يوه ليټر تيلو قيمت تر ۷۴ افغانيو پورې رسيږي او په خبره يې چې د هر ډول توکو قيمت دغه ډول لوړ شوی دی.
په ورته مهال مسولين هم شته ستونزې تاييدوي او زياتوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت له لاسه ورکول د ټولو توکو قيمتونه لوړ کړي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې يوه مسوول حاجي مسعود وايي، پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسيدو وروسته د ډالرو پر وړاندې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی چې له امله يې د هر ډول توکو قيمتونه لوړ شوي دي.
هغه وايي چې بله لویه ستونزه د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل دي. نو له نړیوالو غوښتنه کوو ترڅو دا پیسې افغان ولس ته وسپاري او د اقتصادي ناورین مخه ونیسي.
له بلې خوا، په کندهار کې د صرافۍ مارکېټ مسوول حاجي قندي آغا وايي چې روان وضعیت یوازې د ډالرو د قاچاق له امله رامنځته شوی دی.
هغه زیاتوي، له افغانستانه، تاجکستان، ازبکستان او پاکستان ته ډالر قاچاق کېږي چې په هېواد کې د ډالرو په کمښت سره د توکو بیې لوړېږي.
د نوموړي په وینا بله ستونزو د پاکستانیو کلدارو ده چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د کلدارو ارزښت هم لوړ شوی چې له امله یې د توکو بیې لوړې شوې دي. همداراز د مخکینیو حکومتي چارواکو او ځینو سوداګرو له خوا بهر ته د ډالرو لېږدولو هم د اقتصادي ستونزو په زیاتوالي کې رول لری.
دا مهال په ټول هېواد کې خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دي او د اړينو توکو د قيمتونو په لوړيدو سره خلک نور هم له ستونزو سره لاس ګريوان شوي دي.
عام خلک د طالبانو پر خکومت نيوکه کوي چې نړۍ سره د ښو اړيکو پر جوړيدو په تيرو څه باندې ۴ مياشتو کې نه دي توانيدلي چې له امله يې ورځ تربلې خلک له ستونزو سره مخ کيږي.
