اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې یې د موټرو ۹ تنه غله نیولي او ترې لس عرادې غلاشوي موټر یې لاسته راوړي دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، ۲۳ د مرغومې) پر خپل ټوېټر لیکلي چې په غلا تورن دغه کسان یې د کابل پنځلسمه ناحیه کې نیولي دي.
یاد وزارت لیکلي چې له دغو غلو یې لس غلاشوي موټر ترلاسه مالکینو ته یې ورسپارل شوي دي.
د دوی په وینا، دغو غلو د موټرو په غلاکولو اعتراف کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې کابل او نورو ولایتونو کې د موټرو غلاوو او تښتونو ګڼ راپورونه ورکول کېږي.
همدا تېره شپه ناوخته انسان تښتوونکو د تکواندو فدراسیون رییس او جراح ډاکتر نجیبالله سکندر په کابل کې تښتولی دی.
