د کندهار موټرو سوداګر: کاروبار مو په ټپه درېدلی دی

اطلاعات روز: د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د وېش بازار سوداګر وايي، په دې وروستیو میاشتو کې یې د موټرو کاروبار په ټپه درېدلی دی.

له پاکستان سره پر کرښه د سپين بولدک وېش بازار چې په مارکېټونو کې یې هر ډول بهرني کارول شوي توکي پيدا کېږي، خو د موټرو پلور په کې تر ټولو ډېر وو.

له دې بازاره د افغانستان او پاکستان ډېرو سیمو ته موټر لېږدول کېږي، خو د نورې سوداګرۍ ترڅنګ دا بازار هم اوس د پخوا په څېر پېرودونکي نه لري.

د رفیع الله په نوم یو سوداګر وايي، د موټرو د پلور پر مخ د پاکستان لارې سختې شوي دي: «د موټرو کاروبار ډېر کمزوری دی، موږ د پاکستان لاس موټرو کاروبار کوو، د پاکستان لارې بندې دي ځکه نو ټول موټران ولاړ او خلک یې نه اخلي، دا دوې-درې اوونۍ کېږي موږ خپل په شورمانو کې کوم شی نه دی خرڅ کړی.»

د موټرو د پېر او پلور دغه سوداګر د طالبانو له حکومته غواړي چې افغانستان کې د اقتصادي ناورين د مخنيوي لپاره دې مثبت ګامونه پورته کړي.

صدیق الله کندهار ښار کې د موټرو پلورنځی لري. نوموړي وويل، په هېواد کې د سياسي بدلون له رامنځته کېدو وروسته يې سوداګري زيانمنه شوې ده.

همداراز صدیق الله یادونه کوي چې په بانکونو کې پر پيسو محدوديت، په بازار کې د فزيکي پيسو کموالى او همدا راز د خلکو بې وزلي د دې لامل شوې چې د موټرو پېر او پلور د پخوا پرتله ټکنی شي.

دی زیاتوي: «د موټرو کاروبار په سلو کې لس فیصده هم نشته ځکه چې کاروبارونه ولاړ دي، پېر او پلور نشته، کاروبار نشته، خلک راځي ګرځي خو سودا نه کوي.»

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول حاجي نصرالله زهیر د سوداګرۍ د کمرنګه کېدو اصلي لاملونه د افغانستان د پانګې کنګل کېدل او د نړیوالو له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل بولي.

زهیر زیاتوي: «کاروبار په څه شي وکړي چې د سوداګر لاسونه وتړل شول د ټولو عامو خلکو لاسونه وتړل شول، که د سوداګر پیسې ایله شي، حکومت ته هم پیسې پیدا کېږي، دوکاندار ته هم پیسې پیدا کېږي، ریړۍ والا ته هم پیدا کېږي په یو کار باندې به اخته شي، تر هغو چې حکومت نړیوال په رسمیت ونه پېژني دا ستونزې به وي.»

کندهار کې په داسې مهال د موټرو سوداګر د خپلو کارو بارونو له کمي څخه خبر ورکوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د خلکو اوزګار په ټپه دريدلی دی او خلک له سخت غربت سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه