اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زدهکو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وایي، د دولتي پوهنتونونو د تړلي پاتېکېدو لامل اقتصادي ستونزې وې خو وایي دا ستونزې په حلېدو دي او ژر به دغه پوهنتونونه پیل شي.
مولوي عبدالباقي حقاني چې نن (چهارشنبه، د مرغومې په ۲۲مه) یې کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله، وویل چې افغانستان کې ۴۰ دولتي او ۱۵۰ خصوصي پوهنتونونه دي چې ټول خصوصي پوهنتونونه د وږي له ۱۵مې فعال او دولتي به هم ژر خپل فعالیتونه پیل کړي.
هغه وویل دولتي پوهنتونونه د پیسو کمښت له امله تړلي پاتې ول.
ښاغلی حقاني وايي چې د لوړو زده کړو وزارت دې ژمن دی چې د هیواد ټول تحصیلي بنسټونه معیاري کړي او هغه خصوصي پوهنتونونه چې جواز نه لري، له دې وروسته د نویو محصلینو د جذب حق نه لري.
نوموړي وویل په دې هڅه کې دي چې د افغانستان تحصیلي نظام د نړۍ هېوادونو سره سیال شي. هغه تحصیلي بورسونو کې د افغان زدهکړیالانو ګډون په اړه وویل چې د ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان او اروپایي اتحادیې له لوړو زده کړو وزارتونو سره په دې اړه لیدلي او خبرې کړې دي.
مولوي عبدالباقي حقاني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د هېواد تحصیلي نظام د اسلامي نظام پر بنسټ ولاړ او باید تحصیلي بنسټونو کې ټول شرعي او اسلامي قوانین مراعت شي.
