ننګرهار کې ناقانونه ښکار د کبانو نسل د ورکېدو ګواښ سره مخ کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د کبانو ناقانونه ښکار دغه ولایت کې د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې د دغه ولایت په لعلپورې، بهسودو، کامې، ګوشتې، خیوې او یو شمیر نورې هغه ولسوالۍ چې د کابل او کونړ سیندونو ته نیږدې پرتې دي، په کې د سیندونو کبان د مرګي دانې، برښنايي شارټونو، جالونو، دامونو او لاسي ماینونو په وسیله نیول کیږي.

د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي نورآغا اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، چې په دا شان د کبانو نیول کیدل به د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ کړي.

نوراغا زیاتوي: «د ننګرهار په لعلپورې، کامې، کوز کونړ، ګوشتې، بهسودو او یو شمیر نورو ولسوالیو کې چې د کونړ او کابل سیندونو ته نیږدې پرتې دي، زیاتره خلک کبان په غیر قانوني ډول نیول کیږي، زیاتره کبان نیونکي د کبانو دنیولو پرمهال د سیندونو کبان د مرګي دانې، برېښنايي شارټونو، جالونو، دامونو او ماینونو په وسیله نیول کیږي، ځینو سیمو کې د سیندونو کبان د مرګي دانې، برېښنايي شارټونو، جالونو، دامونو او ماینونو په وسیله نیول کیږي، چې په دې سره د کبانو نسل د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی، مونږ له کرنې ریاست په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوو.»

د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکی شفیق الله د ننګرهار له کرنې ریاست او په دې برخه کې له نورو مسولو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوو او وایې، حکومت دې هغه کسان ونیسي چې له غیر قانوني لارو کبان نیسي.

شفیق الله زیاته کړه: «مونږ له حکومت په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوو، چې باید په ننګرهار کې د کبانو د غیر قانوني ښکار مخه ونیسي اوهغه کسان چې دا کار بیا هم کوي دوی ته باید سخته سزا ورکړل شي، ځکه څوک کبان نیسي نو داسې دې نه کوي، چې نسل یې ورک کړي بلکې دې ټول برخو ته باید پآم وکړي.»

په ورته مهال د ننګرهار د کرنې ریاست مسولین مني، چې د دغه ولایت په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې ځینې خلک کبان د برېښنایي شارټونو، لاسي بمونو او مرګي دانې په وسیله نیسي.

د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د یادې ستونزې دحل په به برخه کې هلې ځلې پیل کړي او په راتلونکي کې به يې د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي.

اجمل سبحاني زیاته کړه: «د ننګرهار په ځینو سیمو کې کبان په غیر قانوني ډول لکه په بریښنایي شارټونو او مرګي دانې او نورو غیر قانوني ډول ښکار کیږي، چې دا ستونز هم له مسولینو سره شریکه کړې او هڅه کې یو، چې مخه یې ونیسي خو زیاتره دا ډول د کبانو نیول په چرکي ډول کیږي، نو ځکه خو یې په نیول کیدو امنیتي ارګانونه هم نه توانیږي، د مخنیوي په هڅه کې یې یو.»

بل لور ته د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي، په لومړي ځل به د کانال اړوند فارمونو کې روزل شوي ۳۷۵ زره تولید شوي کبان بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.

 د مسولینو په خبره د تولید شویو کبانو به نه یوازې زیات عواید ترلاسه کړي، بلکې ننګرهار او يو شمېر نورو ولایتونو ته به د بهرنيو کبانو د رالېږد مخه هم تر ډیره ونيول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه