د هلمند ماشومانو کې خوارځواکي ۳۰ سلنه ډېره شوې

اطلاعات روز: هلمند کې روغتیایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ماشومانو خوارځواکي ۳۰ سلنه ډېره شوې او لا هم د ډېرېدو حال کې ده.

د هلمند د بست ولایتي روغتون د ماشومانو د خوارځواکۍ برخې مسوول ډاکټر محمد داود نصرت نن (سه‌شنبه، د مرغومي پر ۲۱مه)اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې د تېرو وختونو په پرتله خوارځواکي ۳۰ فیصده ډېره شوې او ورځ تربلې دغه شمېر د زياتيدو په حال کې دی.

د ډاکټر نصرت په وینا، فقراو بې‌وزلي او د دې تر څنګ ناوړه دودونه هم شته چې دا ګراف یې لوړ کړی دی.

ډاکتر نصرت وایي: «په هلمند کې د نورو کلونو په پرتله خوارځواکي ۳۰ فیصده ډېره شوې ده. علتونه یې معلوم دي، لوږه او بېوزلي او همدارنګه د ټولنې ناوړه دودونه هم پکې شامل دي. سږ کال د خوارځواکۍ ۳۸۰ پېښې ثبت شوې او دا لړۍ روانه ده، خو تېر کال یوازې ۲۳۰ پېښې ثبت شوې وې.»

په ورته وخت کې بیا د ولایتي روغتون د ماشومانو څانګې کار کوونکي هم وایې چې په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات شوی او زياته وي چې له ولسوالیو څخه په ډېره اندازه ماشومان راوړل کېږي او پر خوارځواکۍ اخته وي.

هغه وایي: «معلومه خبره ده چې سږ کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په لوړېدو دی او په روغتیایي مرکزونو کې هم امکانات او درمل کم دي.»

له دې سره هغه ميرمني چې ياد روغتون ته يې په خوارځواکۍ ماشومان راوړي دي زياتوي چې د خپلو ماشومانو او د کورنيو د نورو غړو لپاره منظم غذايي رژيم نه لري فقر او غربت له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي.

دوی زياتوي چې ددغه ولايت په ګڼو کليوالو سيمو کې ماشومان د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته وه او که وضعيت دغه ډول دوام وکړي د خوارځواکۍ کچه به نوره هم لوړه شي.

فاطمه يو له هغو ميرمنو څخه ده چې خپل دوه په خوارځواکۍ اخته ماشومان يې روغتون ته راوړي دي غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې دي د اړمنو کسانو لاس نيوی وکړي او هغه کسانو ته مرستې وروسوي چې دامهال په ستونزو کې دي.

دغې ميرمني له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل:« دا ماشومان وړاندې پر زوکام ناروغۍ اخته وو، خو وروسته مو چې روغتون ته راوړل، هغوی وایي چې پر خوارځواکۍ اخته شوي دي موږ ته ډاکټران وايي چې خوارځواکي په هغو ماشومانو کې زياته پیداکيږي کله چې سم خواړه ورته نه رسيږي زموږ نه لويانو او نه هم ماشومانو ته پوره خواړه رسيږي زموږ په کلي کې ډير داسي کورنۍ شته چې ماشومان يې په دغه ناروغۍ اخته شوي دي موږ سره باید مرستې وشي.»

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې لوږې او بېوزلۍ د ډېری ماشومانو ژوند په همدغه برخلیک اخته کړی دی.

تردي مخکي د کندهار او ارزګان ولايتونو څخه هم په خوراځواکۍ د اخته شومانو راپورته خپاره شوي وه 

څه موده مخکي د ماشومان د ملاتړ صندوق يونیسف هم په افغانستان د ماشومان پر وضعيت انديښمنه ښودلي وه او زياته کړي وه چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال تر اخيره به په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمير په بیساري ډول لوړ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه