اطلاعات روز: په هلمند کې د (HRDA) موسسې لهخوا د (WFP) په مالي ملاتړ د باغونو جوړيدو په هدف د پنځه سوه زره ميوه لرونکو او غير ميوه لرونکو نيالګيو روزنه پیل شوې ده.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سيد جلال الدين اغا نن (دوشنبه، د مرغومي په شلمه) اطلاعات روز ته وويل، د نيالګيو دغه روزنه چې تيره ورځ یې رسمي چاري پیل شوې، په کې به د نيالګيو نوې قورې جوړيږي او د بولان د سيمې د ځنګل تخريب شوي نيالګي به له منځه وړي او پر ځای به يې نوي نيالګي کېښودل شي.
هغه وايي، په دغه پروژه کې د ۶ میاشتو لپاره به ۳۰۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي او ياد کسان به د نيالګيو د روزنې چارې ترسره کوي.
مولوي جلال الدين اغا دغه ډول نيالګي د باغدارۍ په برخه کې مهم وګڼل او له نړیوالو موسیساتو څخه يې غوښتنه وکړه چې ياده پروسه تر ولسواليو پورې هم وغځوي.
هغه وايي د يادې موسسې مسولينو ورسره ژمنه کړې چې د نيالګيو د روزنې دغه ډول پروګرام به د دغه ولايت په سنګين او کجکي ولسواليو کې هم ترسره کړي.
په ورته وخت کې د هلمند اوسيدونکي د ياد پرګرام څخه هرکلی کوي او زياتوي چې دغه ډول پرګرامونه به د دغه ولايت د باغونو په وده کې مثبته نتيجه ورکړي.
د هلمند يوه اوسيدونکي اغاجان اطلاعات روزته وويل چې دوامدارې وچکالۍ او تيرو جګړو په هلمند کې شته باغونه او ځنګلونه له منځه وړي دي.
هغه وايي د باغونو او ځنګلونو د ودې لپاره په کار ده چې حکومت او نړيوال موسسات په ګډه دغه ډول پلانونه پلي کړي ترڅو په هلمند کې يو ځل بیا د کروندګرو باغونه او ځنګلونه وده وکړي.
په همدې مهال د چاپیريال ساتنې پوهان هم د باغونو او ځنګلونو جوړيدل په هېواد کې د هوا په تصفيه کيدو او ميوو په زياتيدو کې مهم رول ولري.
د چاپیريال په برخه کې يو تن پوه عبدالعلي اڅکزي اطلاعات روز ته وويل، حکومت او عامو خلکو ته په کار ده چې د هوا تصفیه کيدو او د هېواد وچې او تازه ميوو د زياتيدو په برخه کې د نویو نيالګيو روزنه وکړي او نوي باغونه جوړ کړي.
نوموړی وويل چې تيرو جګړو او د اوبو نشت د هېواد په ډيرو ولایتونو کې باغونه له منځه وړي دي او د دغه ډول پروژو په پلي کيدو سره به يو ځل بیا په هېواد کې باغونه او ځنګلونه زيات شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې له هلمند ولايت څخه راپورونه خپاره شوي وه چې په دغه ولايت کې د مهمو ځنګلو ونې د اوبو د نه شتون او دولت نه پاملرنې له امله د وچيدو په حال کې دي.
