افغانستان کې ورښتونه؛ ارزګاني بزګران وایي وچکالي به یو څه ختمه شي

اطلاعات روز: د هېواد د ډېری نورو سیمو په څېر ارزګان کې هم د تیرو څو ورځو راهیسې د سږني کال لومړي بارانونه پیل شول. سږکال په هېواد کې داسې مهال ورښتونه پیل شوي چې نړيوالو ادارو له وړاندې په افغانستان کې د سختې وچکالۍ خبر ورکړی و او زياته کړې وه چې که شته وچکالي دغه ډول دوام وکړي افغانان به له زياتو ستونزو سره مخ شي.

په ارزګان کې وروستيو ورښتونو ته بزګران او کروندګر زيات خوشحاله دي او زياتوي چې مخکې نااميده شوي ول، خو وروستيو ورښتونو يې هیلې راژوندۍ کړې دي. دوی هیلې لري چې اوبه به یې زیاتې، کښتونه به یې ښه او اقتصاد به یې ورسره پیاوړی شي.

۲۵ کلن حمد الله چې بزګر دی وايي، له روانو ورښتونو سره به تر یوې اندازې وچکالي او ځینې موسمي ناروغۍ ختمې شي، چې ورسره به د خلکو اقتصادي حالت ښه شي.

هغه وايي: «دا بارانونه به د افغانستان په اقتصاد باندې ډېره مثبته اغېزه وکړي، ځکه بارانونه او واورې چې وورېږي، له دې سره حاصلات زیاتېږي، اوبه ورسره زیاتېږي، نو ډیره مثبته اغېزه به وکړي.»

که په هېواد کې روانو ورښتونو ته ډېر خلک خوشحاله دي، خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې که ټول کال واورې او بارانونه ورېږي، خو د سېلابي اوبو نه مهارېدل به دوی ته چندان ډېره ګټه ونه رسوي.

دوی وايي، دلته چې واورې او بارانونه کېږي، نو اوبه یې هسې بهیږي، نه د اوبو بندونه لري او نه هم د هغوی کنټرول. کروندګر له حکومت او نړيوالو موسساتو څخه په دغه ولايت کې د بندونو د جوړيدو غوښتنه کوي.

په اړه يې د ارزګان دوه اوسيدونکي وايي: «په ارزګان او شااوخوا ولایتونو کې خو ډېر بارانونه وشول، خو کوم بارانونه چې وشوه د اوبو د مهارولو لپاره چې کوم بندونه جوړ نه شي، کوم بنیادي کارونه ونه شي، نو فکر نه کوم چې دا دې ګټې ورسوي، ځکه د دغه بارانونو اوبه خو اوس ټولې ضایع کېږي.»

په ورته وخت کې په ارزګان کې د کرنې او مالدارۍ رياست طالب مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سږکال ۵۱،۵ ملي متره ورښت شوی، په داسې حال کې چې تر ۲۵۰ ملي متره باران ته اړتيا ليدل کيږي.

د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي نن (دوشنبه، د مرغومې پر شلمه)اطلاعات روز ته وويل وروستيو ورښتونو دوی هم د کروندګرو په څیر هیله‌من کړي دي او زياتوي چې دغه ډول ورښتونه به پرحاصلاتو ښه اغيزه وکړي.

هغه د ورښتونو د اوبو د مهال کولو او د اوبو د بندونو په اړه څه ونه وويل: «موږ په ارزګان کې د يوه کال په جريان کې ۲۵۰ ملي متر ورښت ته اړتيا لرو تراوسه چې په ارزګان کې ورښت شوی دی، اندازه يې ۵۱،۵ ملي متره ته رسيږي هيله لرو چې پاتې اندازه به هم د ژمي په جريان کې پوره شي وروستي ورښتونه هیله بښونکي دي، انشالله د دغو ورښتونو سره به د کروندګرو حاصلاتو کې د پام وړ تغير راشي او حاصلات به يې ښه شي د ورښتونو اوبه د ځمکي د اوبو په زياتيدو کې ډيره ښه اغيزه کوي.»

تر دې مخکې په ارزګان کې کروندګرو او کوچيانو انديښنه ښودلې وه چې که ورښتونه ونه شي د دوی حاصلات او شته شتمني به يې له منځه ولاړه شي او له سخت اقتصادي بحران سره به مخ شي.

ارزګان کې د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکو ويلي وه چې، په دې ولایت کې وچکالۍ ډېر شمېر شنه باغونه له منځه وړي او سخت زیان یې اړولی دی.

د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، تېر ژمی د اورښتونو نشت او ګرم اوړي په ارزګان کې د اوبو کچه کمه کړه چې ورسره باغونه له منځه ولاړه او په ټول هېواد کې وچکالي خپره شوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه