اطلاعات روز: د کابل-جلالاباد لويه لار د هر ډول ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه او په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر د دې ولایت ترانسپورت رییس قاري حنظله ملنګ له خولې ویلي، د جلال اباد – کابل لويه لاره چې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، ګډو ادارو سره په همکارۍ يې تېره شپه (یکشنبه، ۱۹ د مرغومې) شاوخوا اته بجې د هر ډول ترافيکو پر مخ خلاصه کړه.
د رامنځته شوې پېښې له امله په سيمه کې د پنځو کسانو جسدونه هم موندل شوي چې د کورنيو غړو ته به يې وسپارل شي.
دغه لار پرون یکشنبه سهار د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند «شرشرې» سیمه کې د غر ښویېدو له امله تړل شوې وه.
د عیني شاهدانو ویلي ول چې له پرېوتو ګټونو له سورلۍ ډک دوه موټره لاندې شوي ول.
