اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو ریاست وایي، د دې ولایت اچین ولسوالۍ کې یې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.
ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه نن (یکشنبه، ۱۹ د مرغومې) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځواکونو يې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې څلور تنه انسان تښتوونکي د عملیاتو پرمهال نیولي او د ناصر په نوم هغه ځوان یې د اختطاف کوونکو له منګولو ازاد کړی چې دوه میاشتې وړاندې یې تښتولی و.
خبرپاڼې زیاته کړې چې انسان تښتوونکو د نوموړي له کورنۍ څخه د خوشې کولو په بدل کې د درې لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کوله.
د یو بل خبر د استخباراتو ریاست ځانګړې قطعې د مرکز جلال اباد ښار اړوند د «شکرالله نمرو» په سیمه کې د وسلوالو غلو او اختطافګرو په یو پټنځای ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې پرمهال یې دوه تنه اختطافګر له ګڼ شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیولي دي.
