طالبانو پکتيکا کې افغان خاورې ته را اوښتي پاکستاني پوځيان نيولي

اطلاعات روز: پکتیکا کې یوه ځایي سرچینه وایي، طالب پوله ساتو په دې ولایت کې له ډیورنډ فرضي کرښې را اوښتونکي پاکستاني ځواکونه نیولي دي.

دغې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، نن (شنبه، د مرغومې ۱۸مه) اطلاعات روز ته وويل، چې تېره ورځ د طالبانو پوله ساتي ځواکونو ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې اوو پاکستاني پوځيان نيولي، چې په خپلسري ډول افغان خاورې ته را دننه شوي و.

 د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس بلال حذيفه هم پېښه تاييدوي، خو وايي، نيول شوي کسان ۷ نه بلکې يو تن دی. د هغه په وينا تېره ورځ طالب سرحدي ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په «اينځري» سيمه کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو يو سرتېری هغه مهال ونيو، چې له کرښې دې غاړې ته د سون توکو راټولو لپاره راوښتی و.

د حذيفه په خبره چې شپږ نور پوځيان له موټر سره يو ځای بيرته په تېښته بريالي شوي دي.

په دې وروستيو کې د پاکستاني پوځيانو او طالب سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډيورنډ کرښې په مختلفو سيمو کې حالت ترينګلي شوي او د راپورونو له مخې چې په ځينو سيمو کې يې پر يو بل ډزې هم کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه