ارزګان کې وروستيو ورښتونو ۷ کسانو ته مرګژوبله اړولې

 اطلاعات روز: د تيرو څو ورځو ورښتونو له امله په ارزګان کې خلکو ته ځاني او مالې زيانونه اوښتي دي.

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، په يادي ولسوالۍ کې تيره ورځ په دوه کورونو کې د خونو د چتونو رالويدو له امله دوې ښځې او يو ماشوم مړه شوي دي.

د ولسوالۍ يوه اوسيدونکي علي احمد اطلاعات روز ته وويل چې پيښه تيره ورځ د يادې ولسوالۍ بازار او زرتالي نومي سيمو کې رامنځته شوي دي.

هغه وايي: «د ولسوالۍ په بازار کې په يوه کور کې د خونې چت رالويدلۍ دی يو ماشوم اويو ښځه په کې وژل شوي دي په زرتاله سيمه کې هم د خونې د چت لويدو له امله يوه ښځه مړه شوي دي دلته زيات سيلابونه راغلي دي د خلکو زيات کورونه نړيدلي دي دولت باید دلته د خلکو سره مرستې وکړي.»

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې وويل شوي چې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې په دوه جلا پيښو کې د خونو د چتونو د رالويدو له امله ۳ ماشومان ټپيان شوي او یوه د زيات عمر لرونکي ښځه مړه شوې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادې ولسوالۍ کې خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي او سلګونه کورونه نړيدلي دي.

پر همدي مهال دارزګان له شهيد اساس ولسوالۍ څخه هم په راليږل شوو معلومات کې راغلي چې د تيرو څو ورځو ورښتونو له امله په يادي ولسوالۍ کې خلکوته مالي زيانونه اوښتي دي.

د دغې ولسوالۍ يوه اوسيدونکي حاجي بريالي اطلاعات روز ته وويل چې په يادې ولسوالۍ کې هم د سیلابونو راوتلو له امله د خلکو کورونه نړيدلي دي خو چاته د سر زيان نه دی رسيدلی.

بريالی وايي د ولسوالۍ په يوه څنډه کې د يو کور چت لويدو له امله د يوه کوچې ۳۰ پسونه هم مړه شوي دي.

هغه وايي: «دلته سيلابونه راغلل د خلکو کورونه يې ونړول دلته زموږ په ولسوالۍ کې د يوه کوچي په کور کې د خوني چت رالويدلی په خون کې ۳۰ پسونه مړه شوي دي.»

پر همدي مهال د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست چارواکي هم مني چې په دغه ولايت کې وروستيو ورښتونو خلکو ته د سر او مال زيان رسولي دي.

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس محمداصف اطلاعات روز ته وويل چې دوی هڅې روانې کړي دي ترڅو زيانمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

هغه وايي: «رشتيا هم خلکو ته زيانونه رسيدلي دي زموږ د ټولو ادارو کارکوونکي ټول بوخت دی ترڅو د طبعي پيښو زيانمنو کسانو ته مرستې ورسوي.»

په هېواد کې د ورستيو ورښتونو له امله په له ګڼو ولايتونو څخه راپورونه خپاره شوي چې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه