اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د کتابونو د اخیستونکو کمېدو له امله یو شمېر کتاب پلورځي تړل شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې کتاب پلورونکي وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی دی. د دوی په وینا، وروستي بدلون، د خلکو بې روزګاره کیدو، لوړو ټکسونو او د يو شمیر ښوونیزه مرکزونو تړل کیدو يې په کاروبار منفي اغیزه کړې او ورسره سم یې د کتاب پلورنې بازار هم پیکه شوی دی.
په جلال اباد ښار کې د مومند خپرندویه ټولنې مسوول عادل اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، د پخوا په پرتله پیریدونکي نه لري نو ځکه خو اوس کتاب پلورونکي له خپل روزګاره راضي نه دي.
ښاغلی عادل زیاتوي: «تیرو کلونو کې د ټولو خلکو کاروبار ښه و، نه یوازې کتابونه خلکو د مطالعې لپاره اخیستل بلکې په ټوله کې ورسره د خلکو روزګار روان و، اوسمهال د کتاب پلورونکو د خلکو کاروبار ډیر زیات خراب کړی دی او لاملونه، د ښوونیزو ادارو رحصیدو ،ټولنیزې رسنۍ، نوي تحول، د خلکو اقتصادي وضعیت خرابیدو د کتاب پلورونکو کاروبار زیات خراب کړی دی.»
نوموړی وایي، نه یوازې یې کتاب اخیستونکي کم شوي بلکې د کتابونو د چاپ په برخه کې یې هم کارونه ټکني شوي دي.
ښاغلی عادل زیاتوي په تېرو څلورو میاشتو کې یې هیڅ کتاب نه دی چاپ کړی او له همدې کبله يې په دې ولایت کې يو شمیر کتاب پلورنځي تړل شوي او ګڼې نورې یې هم د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.
د مومند خپرندویه ټولنې مسوول عادل زیاتوي: «پخوا که ښوونیزې ادارې خلاصې وي نو زده کوونکي به هم دلته راتلل او کتابونه به یې اخیستل، خو اوس د یادو ادارو په تړل کیدو سره زمونږ کاروبار بیخي په ټپه دریدلی، نه یوازې کتاب پیر کم شوی بلکې د کتابونو چاپ هم ورسره کم رنګه شوی په تیرو څلورو میاشتو کې مونږ هیڅ کتاب نه دی چاپ کړی او لامل یې همدا دی، چې اخیستونکي یې نشته او نه زمونږ عاید دومره دی، چې نوي کتابونه چاپ کړو مخکې به ورځې د شل زره افغانیو سودا کیده خو اوس د دوه زره افغانیو کتابونه هم څوک نه اخلي او زیاتره کتاب پلورنځي تړل شوي.»
يواځي کتاب پلورونکي نه دې چې د کتاب له نه پلورلو شکایت کوي بلکي يو شمیر د کتاب پیرونکي هم د خرابه اقتصادي وضعیت ، د کتابونو د نرخونو لوړوالي او د يو شمیر ښونیزه مرکزونو تړل کیدل د کتاب د پیر د کموالي لاملونه بولي.
عطاالله د ننګرهار پوهنتون یو زده کړیال دی هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په دې وروستیو کې د کتابونو بیې لوړې شوي نو ځکه خو زیاتره زده کړیالان کتاب اخیستو ته زړه نه ښه کوي.
عطاالله زیاته کړه: «په دې وروستیو کې د کتابونو بیې هم لوړې شوي کله چې مونږ جلال اباد ښار ته د کتابونو د اخیستو په موخه راځو، نو بیې لوړې شوي که پخوا به مونږ د مطالعې او یا پوهنتون اړوند کوم کتاب په پنځوس افغانۍ اخیسته اوس یې بیه تر دوه سوو افغانیو لوړه شوې، له یوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له بلې خوا د کتابونو بیې لوړې شوي.»
يواځي په ننګرهار کې کتاب پلورونکي نه دې چې د کاروبار له خرابوالي شکایت کوي، بلکې په دې وروستیو کې په ختيځو نورو ولایتونو کې هم کتاب پلورونکي له ورته برخلیک سره مخامخ دي .
