اطلاعات روز: په هلمند ولایت کې د دوو ورځو په جریان کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او ځینې لارې د سېلابونو د راوتو له امله بندې شوې دې.
د دې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ د سپین مسجد سیمې یو اوسیدونکي عبدالستار اطلاعات روز ته وویل د وړمې شپې او د تیرې ورځې بارانونو له امله په یاده سیمه کې یو شمېر خلک د سېلابونو له امله بند پاتې دي.
نوموړي له طالبانو غوښتنه کوي چې یادې سېمې ته دې د ژغورنې ډله ولیږي ترڅو د بند پاتې خلکو ژوند وژغورل شي.
د واشېر یو اوسیدونکي نعمت الله اطلاعات روز ته وویل، چې تیره شپه د سخت باد او سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسان اوبو وړي دي.
نوموړی وایي، د لسګونه شمسي هندارو د ماتيدو ترڅنګ د زیاتو خلکو کورونه هم نړیدلي دي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو اوسیدونکي عبدالغفار هم اطلاعات روز ته وویل چې د زیاتو اورښتونو له امله د یادې ولسوالۍ زیاتې لارې تړل شوي دې او خلک له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړي هم غوښتنه کول چې یادې ولسوالۍ ته دې د ژغورنې کسان ولیږل شي او هغه کسان چې د اورښتو له امله بند پاتې دي، هغه دې راوباسي.
په ورته مهال تیره ورځ د سیلابونو راوتو د ګرشک او هرات لار هم بنده شوې وه چې د یادې ولسوالۍ ښاروالۍ ریاست لخوا موټر چلوونکو ته د یو اعلامیې په خپرولو سره سپارښتنه شوې چې تر دویمه خبرتیا پورې دې څوک تګ راتګ پر دغه لاره نه کوي.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وایي چې تیره شپه د ګرشک او نادعلي ولسوالیو سپین مسجد سیمې ته د ژغورنې ډله ورسیده او د شپې ۲ بجو په شاوخوا کې هغه کسان وژغورل چې د سېلابونوله امله بند پاتې ول.
نوموړی زیاته کړه چې په دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې هم زیات سېلابونه راوتلي خو دده په وینا ځاني زیانونه یې نه دي اړولي.
حافط عبدالباري راشد دغه راز دا هم وویل چې تیره شپه د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د چت لویدو له امله په پېښه کې ۷ کسان هم ژوبل شوې دي.
هغه زیاتوي د ګرشک لار چې له تیرې ورځې راهیسې هم د سېلابونو له امله بنده وه نن سهار هغه هم خلاصه شوې ده او هغه برخې بیرته رغول شوې دي چې د سېلابونه له کبله تخریب شوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا پیژندنې نړیوالې اداري خبر ورکړی و چې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې به زیات اورښونه او واورې ووریږي.
