ملي لوبډله د نیدرلنډ پر وړاندې سیالیو په موخه قطر ته روانه شوه

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ملي لوبډله له نېدرلنډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه چې هلته به د دوو اونیو تمریناتو وروسته د یاد هېواد پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

د بورډ په وینا لوبډله نن (دوشنبه، د مرغومې په ۱۳مه) دوحې ته روانه شوه چې د روانې جنوري میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې نېټې به د قطر د پلازمېنې دوحې په «ایشین ټاون» کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډله له دې وروسته د زمبابوې، بنګله‌ دېش او هندوستان سره هم د لوبو سفرونه پیلوي، چې دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپرلیګ لوبو برخه دي او د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ په موخه ترسره کېږي.

د ملي لوبډلې د روانېدو پر مهال د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف وویل چې د ایرلنډ په وړاندې سیالیو وروسته دا ځل د نړیوال جام د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د نیدرلنډ په وړاندې سیالۍ هم په پیلېدو دي چې ډېر ژر به له زمبابوې او بنګله دېش لوبډلې سره هم لوبې ترسره شي.

د بورډ په وینا ښاغلي اشرف ویلي: «په لنډ وخت کې به بهرني روزونکي هم وګمارو، شک نشته چې پخواني لوبغاړي ډېره تجربه لري؛ خو د ځوان لوبغاړو حق به هم نه خوړل کېږي، بلکې حق به حقدار ته سپارل کېږي. دا دی په اوسنۍ لوبډله کې هم ډېر ځوان لوبغاړي شته.»

ښاغلي اشرف زیاته کړې، له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي، چې دوه اړخیزې سیالۍ وکړو او له همدې لارې د ولس پر څېرو مسکاوې راولو او ویاړونه وروبخښو.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان هم وویل چې راتلونکې سیالۍ له ډېر اهمیته برخمنې دي او د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنه کې خورا مهم رول لري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې: «کرکټ که تر دې ځایه را رسېدلی، له شک پرته د اخلاص پایله ده؛ خو موږ اوس یو نوي پړاو ته داخلېږو، یو ستر پلان سره مخکې ځو. د کرکټ بورډ نوی مشرتابه غواړي په خپلو پالیسیانو په ډېره کلکه سره عمل وکړي، چې له منځه یې تکړښت، کارګردکي او ډسپلن لومړیتوب دي او  په همدې  اساس به لوبغاړي غوره کېږي. موږ غواړو چې ۲۰۲۳ نړیوال جام پورې یو داسې لوبډله تیاره کړو چې ښه جوړښت او توازن ولري.»

د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې د نېدرلینډ سره راتلونکې لوبې کمې نه ګڼي او باید ورته پوره چمتووالی ونیسي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ دا هم په پام کې لرو چې نورو لوبډلو سره څنګه لوبې وکړو. زموږ هدف لوړ دی. زموږ نورې لوبې له بنګله‌دېش، پاکستان او هندوستان سره دي او هڅه به مو دا وي چې له پیاوړو لوبډلو سره یوازې لوبې ونه کړو، بلکې زموږ لوبې به د ګټې په موخه وي.»

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د نیدرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي. دغه لوبې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د غوره لیګ سیالیو برخه دي، چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي.

افغان لوبډلې تر دې مهاله په سوپر لیګ سیالیو کې درې سیالۍ د ایرلینډ پر وړاندې کړې چې درې واړه یې ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه