نورستانيان ژمي کې واورې ورېدو له امله د لارو بندېدو ته اندېښمن دي

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، د کونړ-نورستان ترمنځ پر غځیدلې لارې د واورې پاکولو چارې یې پیل کړي دي.

د یاد ریاست د چارواکو په خبره په نورستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د واورې ورښت د نورستان- کونړ لويه لاره په څو ځایونو کې بنده کړې وه او موټرو په اسانۍ تګ راتګ نه شوای کولی.

نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالرحیم فاروقي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د خلکو د ستونزو د هواري په موخه یې له واورې د دغې لارې د پاکولو چارې پيل کړي، څو موټر چلوونکو او مسافرو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه: «د کونړ-نورستان ترمنځ لاره له تیرو څو ورځو راهیسې د وارو د ورښت له امله بنده وه او له همدې امله موټر چلوونکي او ولسي خلک د تګ راتګ پرمهال له زیاتو ستونزو سره مخ و، نو مونږ د دغه لارې د پاکولو چارې پیل کړي دي او لا هڅه کې یو چې دغه لاره بنده نشي او مونږ به د دغه لارو د خلاصون لپاره پوره هڅه کوو او دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه وي.»

نوموړی ډاډ ورکوي چې د واورې د ورښت پر مهال یې د نورستان د ټولو لویو لارو خلاصولو لپاره لازم چمتووالی نیولی دی.

د نورستان د ټولګټو چارو رییس همداراز وایي، له تېر حکومت څخه خراب وسایط په میراث کې ورته پاتې شوي خو دوی د دغه کار لپاره د اړوند وزارت په مالي مرسته درې ډوله وسایط چمتو کړي او د نورو وسايطو او موټرو د ترميم کارونه یې هم پیل کړي دي.

ښاغلی فاروقي زیاتوي: «د نورستان د ټولګټو چارو ریاست ته دتیر حکومت له لوري ځینې وسایط پاتې وو او دغه وسایط زیاتره له کاره لویدلي و خو مونږ دغه وسایط ځینې بیا ترمیم کړل او هدف مو دا و، چې له دغه وسایطو په ګټې اخیستنې د نورستان لویه لاره د وارو پرمهال خلاصې کړو او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو، خو بیا هم مونږ نورستان کې دواورو پرمهال د لارو د خلاصون لپاره لازم چمتوالی لرو.»

په همدې حال کې نورستانيان د ژمي پر مهال د واورو وریدو له امله د لارو بندېدو ته اندېښمن دي.

د نورستان ولايت اوسېدونکی رفیع الله نورستاني اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، وېره لري، که چېرې د واورو پر مهال يې لارې خلاصې نه شي، نو د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره به مخ شي.

رفیع الله نورستانی زیاتوي: «د نورستان-کونړ ترمنځ لاره چې هر کال پرې د ژمي پرمهال واورې کیږي نو دغه لاره بندیږي او که حکومت په دې برخه کې اماده ګي ونه لري او یا دغه لاره خلاصه نه کړي، نو د نورستان اوسیدونکي به له سختو ستونزو سره مخ شي، ځکه که لاره بنده وي نو بیا نورستان ته نه خوراکي او نه درمل رسول کیږي، له حکومت غوښتنه کوو، چې د ژمي پرمهال دې نورستان ته ځانګړی پام وکړي.»

نورستان میشتي وایي، د واورې د ورښت پر مهال پر دې لار د موټرو د چپه کېدو ګواښ زيات وي خو که همداسې پر وخت لارې پاکې شي نو ستونزې نه رامنځته کېږي.

نورستان د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ژمی په کې د واورې ورښت زيات وي او له همدې امله یې ډېر مهال لارې بندېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه