ارزګان کې د کډوالو رياست: جګړو او وچکالۍ خلک سخت ځپلي او مرستو ته اړتيا لري

اطلاعات روز: په هېواد کې وروستيو سياسي بدلونونو او سختې وچکالۍ خلک له زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

ارزګان کې د طالبانو کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې زرګونه کورنۍ سختې وچکالۍ او تېرو جګړو خورا بېوزله کړي او بیړنیو مرستو ته اړتيا لري.

د ارزګان د کډوالو چارو په ریاست کې يو طالب مسوول نوراغا له نړيوالو مرستندويه ارګانونو د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «په ارزګان کې زرګونه کورنۍ چې له خپلو سیمو بېځایه شوې دي، اوسمهال له سختو ستونزو سره مخ دي. نړیوالې ادارې باید بیړنۍ مرستې وکړي، کنه د خلکو ژوند به د مرګ له ګواښ سره مخ شي.»

د کډوالو چارو دغه مسول په داسې حال کې د خلکو پر روان حالت اندېښنه ښيي چې تازه په دغه ولايت کې له لسګونه کورنيو سره د نغدو پیسو وېش پیل شو.

په ارزګان کې د «Cordaid» موسسې ولایتي مسول عبدالقديم وايي، يادې مرستې چې له ۱۴۳ کورنيو سره ترسره کېږي، هرې کورنۍ ته به تر ۱۸۰۰۰ افغانيو پورې نغدې پیسې ورکړل شي.

ده وويل: «موږ له ۱۴۳ کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې په پام کې لرو، دا هغه کورنۍ دي چې اقتصادي حالت یې ډېر خراب دی. هرې کورنۍ ته به ۱۸رزه افغانۍ ورکړل شي.»

په ورته مهال هغه کورنۍ چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې، وايي د ژمي په رارسېدو سره له سختو کړاونو سره مخ دي او باید ورته پاملرنه وشي.

دوی وايي، تېرو جګړو او وچکالۍ يې ژوند زيات تريخ کړی او د کورنۍ نورو غړو ته خواړه نه شي پوره کولی.

په اړه يې دوه کسان وايي: «قسم دی که په کور کې مو هېڅ درلودل، کار نشته، د خوراکي توکو بیې لوړې دي. پر دغو مرستو خوښ یو او د نورو مرستو غوښتنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ اندازه زیاتېږي.

د دې ادارې د اټکل له مخې، په دغه هېواد کې به د نوي میلادي کال تر پایه درې میلیونه او دوه لکه ماشومان چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

بلخوا د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د ژوند د لومړنیو توکي بیې داسې مهال پورته کېږي چې ۵۰ سلنه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه