اطلاعات روز: کندهار کې مېشت کوچیان وایي، د وچکالۍ او څړځایونو د نشتوالي له امله یې څاروي د مړه کېدو له ګواښ سره مخ دي او اړ دي چې په نیمه بیه یې وپلوري.
ډېری کوچیان د کندهار په هغو ولسوالیو کې مېشت دي چې روانې اوبه لري، خو په دې وروستیو کې په ځینو هغو ولسوالیو کې هم مېشت شوي چې روانې اوبه نه لري او دوی د اورښت اوبو ته په تمه دي.
تختهپل د کندهار له هغو ولسوالیو څخه ده چې روانې اوبه نه لري خو په سلګونو کوچیان په کې مېشت دي.
په دغې ولسوالي کې مېشت یوه کوچي محمد کریم وايي: «بارانونه نشته، دښتې او څړځایونه ټول وچ دي، څاروي مو له لوږې سره مخ دي، که د یخ څپه ورباندې راشي نو مړه به شي.»
هغه وایي، له دې امله چې نه شي کولای څاروي وساتي په ډېره ټيټه بیه یې پلوري او نورو سیمو ته یې لېږدوي.
کوچیان وایي، په زياتو سیمو کې ان د څښلو اوبو ته هم لاسرسی نه لري او د برمو وهلو اجازه هم نه ورکول کېږي.
یو بل کوچی الله داد وايي، پخوا یې سلګونه څاروي لرل خو اوس یې د څارویو شمېر تر سل کم شوی ځکه ډېر یې پلورلي دي.
دی وايي، له یوې خوا وچکالي او له بلې خوا د څارویو ناروغي دې ته اړ کړی چې څاروي په نیمه بیه وپلوري ځکه تر اوسه د څارویو د درملو یا خوراک مرسته نه ده ورسره شوې.

کوچیان وایي، پخوا به ورسره د څارویو د درملو او خوراک مرسته کېدله خو اوس یې هم هیڅ نه دي لیدلي.
د احسان الله په نوم يو کوچنی وایي، وچکالۍ اکثره ولایتونه ځپلي دي ځکه نو دوی نورو سیمو ته نه دي تللي او همدلته مېشت دي.
دی زیاتوي، هغه پسونه چې مخکې په ۲۰ زره افغانۍ پلورل کېدل اوس یې په ۱۴ یا ۱۵ زره افغانۍ پلوري ځکه له نېستۍ ډېر پسونه نه شي ساتلای.
پر همدې مهال د کندهار د کرنې رییس مولوي محمود مظلوم وایي، دوی په کندهار کې ۶۸ زره څارویو ته د ناروغیو ضد واکسین ورکړی او د هغو درملنه یې کړې ده.
مظلوم وويل، دغه پروسه به روانه وي څو د کوچیانو څاروي له هر ډول ناروغیو وساتل شي.
د کندهار ترڅنګ په ګڼو ولايتونو کې کوچيان له ورته ستونزو سره لاس او ګريوان شوي او له دولت څخه غوښتنه کوي چې د څارويو د پالنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
تردي مخکي د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي د ټولو بې ځایه شویو شل سلنه د وچکالۍ او طبیعي پیښو له امله بې ځایه شوي دي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي سږنۍ وچکالي به پر نور زیان سربېره د غنمو تولید کچه هم راټیټه کړي او د اټکل له مخې به یوازې پر شاوخوا دوه میلیون هکټاره ځمکه کر وشي.
