ارزګان کې د تېلو نه‌شتون له امله دولتي برښنا بنده شوې

اطلاعات روز: په ارزګان کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې برښنا نشته چې له امله یې د ټولو دولتي ادارو چارې درېدلې دي.

په دې ولایت کې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې دولتي او نادولتي ادارو او ښاریانو ته ډېزلي برېښنا ورکول کېده چې دولتي ادارو ته یو کیلوواټ په ۵۰، نادولتي ادارو ته په ۶۵ او ښاریانو ته په ۳۵ افغانۍ حسابېده.

خو له تېرې یوې اونۍ راهیسې دغه برېښنا پرې شوې ده چې د ښاریانو ورځنۍ چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

د ارزګان ملي راډیو ټلوېزیون امریت یوه تخنیکي کارکوونکي چې له نوم اخیستلو یې ډډه کوي له اطلاعات روز سره يې په خبرو کې وويل چې د دولتي برېښنا له بندېدو سره د دغه ټلوېزیون نشرات بند شوي، په داسې حال کې چې ټولې اداري او نشراتي چارې یې د دولتي برېښنا په وسیله ترسره کولې.

هغه زیاته کړه، دغه ستونزه یې له مرکزي ادارې سره شریکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.

له دې سره د ارزګان ولايت د پوهنې رياست کارکوونکي وايي د دوی په رياست کې هم د برېښنا د نشتون له امله ټولې چارې د خنډ او ځنډ سره مخ شوي او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.

هغه وايي د ډيرو مهمو ادارو کارونو ترسره کيدو لپاره په شخصې لګښتونو د برق جناتوران چالان کوي او خپل کارونه ورباندي سرته رسوي.

د ده په خبره، د برېښنا د نشتوالي له امله کارمندان د مراجعینو کارونه نه شي کولای او ټوله ورځ بېکاره ناست وي.

د برېښنا نشتوالي د دولتي ادارو ترڅنګ د ښاریانو ورځنۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.

عام خلک هم د دولتې بريښنا له نشتون څخه زيانمن شوي دي او وايي چې د دوی کارونه هم ورسره په ټپه دريدلې دي.

د ترینکوټ ښار یوه د يو شخصې کارو بار خاوند حزب الله اطلاعات روز ته وويل د برېښنا له بندېدو سره یې فابریکه تړل شوې او لاس تر زنې ورته ناست دي.

دی وايي، مخکې یې د دولتي برېښنا په وسیله د ورځې او شپې ماشینونه چلول خو اوونۍ وشوه چې بیا یې ماشینونه نه دي څرخېدلي.

د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي او ښاریان د برېښنا ادارې پر چارواکو غږ کوي چې برېښنا دې بېرته فعاله کړي.

د اروزګان د برېښنا ادارې مسوول مولوي رحیم الله وايي په دغه ولایت کې یوازېنۍ همدا ډېزلي برېښنا شته چې له تېرو څو کلونو راهیسې دولتي او نادولتي ادارو او ښاریانو ته ورکول کېده خو په دې وروستیو کې د تېلو د نشتوالي له امله یې ټول جنراټورونه درېدلي او برېښنا پرې شوې ده.

دی وايي، دا ستونزه یې د ولایت په ګډون له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده او له هغوی یې غوښتي چې هر څو ژر دغه ستونزه هواره کړي.

نوموړی زیاتوي، هڅه کوي چې نه یوازې د برېښنا جریان بیا پیل شي، بلکې په ۲۴ ساعته توګه یې ښاریانو ته ورسوي.

داپه داسي حال کې ده چې تردي مخکي هم په دغه ولايت کې د جناتورانو خرابيدو له امله شاخوا يوه مياشت دولتې ډيزلې بريښنا بنده شوي وه چې تر ډيرو هلو ځلو وروسته بیا ځلي فعاله شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه