کونړ مېشتي طالبانو ته: د پاکستان له لوري د ړندو مرمیو مخنیوی وکړئ

اطلاعات روز: د کونړ اوسیدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دې ولایت پر ځینو ولسوالیو دې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ړندو مرمیو د وریدو مخنیوی وکړي.

کونړ میشتي وایي، نیږدې دوه اوني کیږي چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د کونړ په شلتن ولسوالۍ توغندیز بریدونه کیږي، چې له امله یې یو ملکي وګړی ټپي شوی او هم ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي نورالله ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له طالب چارواکوغوښتنه وکړه، چې له پاکستاني لوري سره دې د یادو توغندیزو بریدونو مسله د خبرو له لارې حل کړي.

نورالله ساپی زیاتوي: «نیږدې دوه اونۍ وشوې چې پاکستان د کونړ په شلتن ولسوالۍ بریدونه کوي او دلته د بې ګناه خلکو کورونونه په توغندیو ولي، ولس یې ډیر زیات په تنګ کړی دی هغه د تیرې ورځې په بریدونو کې زمونږ د کلي یو تن ټپي شو او همدارنګه خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، څاروي یې له منځه تللي او له طالبانو غواړو چې له پاکستان سره دې یاده ستونزه حل کړي د خبرو له لارې.»

د کونړ د شلتن او یو شمیر نورو ولسوالیو اوسیدونکي بیا شکایت کوي، چې د پاکستاني نظامیانو د توغندیزو بریدونو له امله زیاتره خلک له خپلو کورنو نورو ځایونو ته بیځایه شوي دي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي شرافت اطلاعات روز ورخپاڼې ته وویل، طالبانو ته په کار ده چې د پاکستاني نظامیانو د توغندیزونو بریدونو په مقابل کې ورته عمل ترسره کړي.

شرافت زیاته کړه: «له کله چې د کونړ په هغه ولسوالیو چې ډیورنډ ته نیږدې پرتې دي او پاکستان پرې بریدونه کوي، نو زیاتره خلک یې له خپلو مېنو بیځایه شوي او اوسمهال په نورو ولسوالیو کې په ډیر سخت حالت کې ژوند تیروي او ولس له طالبانو غوښتنه کوي چې د پاکستان ته دې سخت ځواب ورکړي، چې بیا بریدونه ونه کړي، که چیرې د یادو بریدونو مخه ونه نیول شي زیاتره خلک به له خپلو کورنو بیځایه شي.»

په همدې حال ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي پاکستان ته خبرداری ورکوي، که پر کونړ توغندیز بریدونه ونه دریږي نو ورته عمل به ترسره کړي.

د یاد قول اردو د دویمې پلې لوا قومندان عمر یاسر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ځواکونه یې اماده چې د پاکستان د هر برید پر وړاندې ورته ځواب ووایي.

دویمې پلې لوا قومندان عمر یاسر زیاته کړه: «که چیرې پاکستان پر کونړ او د هیواد په نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي نو زمونږ له سخت ځواب سره به مخ شي، مونږ هم توپونه اماده کړي دي او هم مو ځواکونه اماده دي، چې د پاکستان هر برید ته ځواب ووایو، نور دې پاکستان په خپلو بریدونو سره ولسي خلک نه وژني او که دا کار دوام وکړي سخته پایله به ولري.»

پر کونړ پاکستان داسې مهال بریدونه کړي، چې له دې نیږدې یوه اونۍ وړاندې د ننګرهار په لعپلورې ولسوالۍ کې هم طالب ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستاني نظامیانو له لوري د اغزن تار د غځولو مخه نیولې وه.

بل لور ته د نظر خاوندان وایي، پاکستان د دغه ډول بریدونو په واسطه غواړي د کرښې دواړو خواوو ته پراته پښتانه قومونه سره بیل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه