اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي د دوو موټرو د غلا په تور د شپږو کسانو د نیول کیدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ څخه نن (پنجشنبه، ۹ د مرغومې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو ځواکونو په بهسودو ولسوالۍ کې د یو الټو موټر د غلا په تور څلور تنه نیولي.
خبرپاڼې زیاته کړې طالب ځواکونو په ورته مهال هغه موټر هم ترلاسه کړی چې څه موده وړاندې وسله والو غلو په کابل کې غلا کړی و.
خبرپاڼې زیاته کړې غلا شوی موټر یې د کشفي مالوماتو پر اساس د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه کې ترلاسه کړی او بیرته یې اصلي خاوند ته سپارلی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د یادې قضیې په تور دوه تنه نیول شوي هم دي. د دوی په وینا چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.
