اطلاعات روز: ننګرهار کې مېشت اهل هنودو دې ولایت لپاره د طالبانو والي سره کتنه کې ویلي چې هند ته تللي د دې ولایت افغان هندوان به بېرته راستانه شي.
ننګرهار کې د افغان هندوانو مشر جسبیرسهنګ حکیم زاده اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، په دې وروستیو کې له دغه ولایت څخه هندوستان ته د یو شمیر اهل هندو کورنۍ تللي، خو یادې هندو کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنېږي.
نوموړی وایي، هندوان په تېر کې هم له طالبانو ښې خاطرې لري او غواړي چې پر خپله خاوره ژوند وکړي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل هم یادو اهل هندو ته د امنیت د ټینګښت او د دوی حقونو ته د پاملرنې په برخو کې ډاډ ورکړی دی.
