د اطلاعات‌روز له راپور وروسته پکتیا کې ۷۱ نامعیاري روغتیایي مرکزونه وتړل شول

اطلاعات روز: اطلاعات روز دوه ورځې وړاندې په پکتيا کې د ناقانونه درملتونونو او بې کيفيته درملو د پلور او په لوړو بيو راپور خپور کړی و، چې خلکو يې په بې‌ساري ډول د بيو په لوړېدو نيوکه کړې وه.

د راپور له خپرېدو وروسته تېره ورځ (چهارشنبه، ۸ د مرغومې) د عامې روغتيا رياست له لوري د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ۷۱ هغه درملتونونه، معاينه خانې او لابراتوارونه تړلي چې غير معياري خدمات يې وړاندې کول.

د دې ولايت د روغتيا ريس صدرالدين عزام اطلاعات روز ته وويل، چې د يو ګډ کميسيون له لوري يې هغه درملتونونه او نور روغتيايي مرکزونه تړلي، چې قانوني جواز يې نه درلود او يا يې هم د درملو په پلور کې خپلسري کوله.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې دوی به د روغتيايي سيستم د سمون لپاره په مرکز ګردېز او پاتې ټولو ولسواليو کې ورته اقدام کوي.

هغه وويل: «مونږ دا پلان لرو، چې له څمکنيو ولسوالۍ وروسته په پاتې نورو سيمو کې هم له هغو روغتيايي مرکزونو او درملتونونو څارنه وکړو، چې په شخصي ډول فعاليت کوي، که يې خدمات معياري نه و، له اصولو سره سم به ورسره قانوني چلند کيږي.»

د پکتيا ولايت اوسېدونکي هم د عامې روغتيا رياست له لوري له پيل شوي کمپاين خوښ دي او ټينګار کوي، چې دا لړۍ بايد دوامداره وساتل شي.

په دې اړه د ګردېز ښار يو تن هټۍ وال نورالله اطلاعات روز ته وويل: «مونږ په دې ډېر خوښ یو، ځکه زياتره ډاکټران او درمل پلورونکي د انسان ژوند ته اهميت نه ورکوي، هغوی ته فقت پيسې مهمې دي، په دې برخه کې بايد د هيچا لحاظ و نه شي او دروازې يې ور وتړي.»

له پکتيا وراخوا په پکتيکا او خوست ولايتونو کې هم د اړونده رياستونو له خوا ځينې روغتيايي مرکزونه د ورته ستونزو له امله تړل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه